د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو بېجېنګ کې سره کتلي

د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو بېجېنګ کې سره کتلي


  • 1 کال دمخه (06/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 456

سمسور نیوز (۱۷وری۱۴۰۲) د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل سعودي سیال شهزاده بن فرحان السعود سره د چین په پلازمېنه بېجېنګ کې کتلي دي. 

د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د  سفارتونو پرانېستلو په هکله خبرې اترې شوې دي. 

دا تر شااوخوا اوو کلونو دپلوماټیکې ترینګلتیا وروسته د ایران او سعودي عربستان د لوړ پوړو دپلوماتانو ترمنځ لومړۍ رسمي کتنه ده.  

تهران او ریاض د چین په منځګړیتوب هوکړه کړې، چې ډپلوماټیک جنجالونه به پای ته روسوي او خپل سفارتونه به بېرته پرانېزي.