ایډیولوژي څنګه انساني عاطفه وژني؟

ایډیولوژي څنګه انساني عاطفه وژني؟


  • 1 کال دمخه (08/12/2023)
  • عبدالغفور لېوال
  • 448

لاندې تصویر وګورئ، د کوم انسان به ورته له سترګو اوښکې رانه‌شي؟ 

 

پرته له هغو، چې ایډیولوژي، د واکغوښتنې لیوني حرص او سیاست یې عاطفه وروژلي وي. 

ایډیولوژي له انساني ارزښتونو سره څه لوبې کوي؟ دا یو پراخ ارواپوهنیز، ټولنپوهنیز، پیداګوژیک او بشرپوهنیز بحث دی. 

په لرغونیو دینونو کې به ځینو ولسونو خپلو خدایګوټو ته انسانان قرباني کول. په مصر کې د یوه غره په یوه تور سوري کې یو مبهم خدای اوسېده، خلکو فکر کاوه، چې د دغه خدایګوټي د ښکلیو پېغلو نڅا خوښیږي. هرکال به تر ټولو ښکلې پېغله دغه غار ته وروستل کېده او د تل لپاره ورکېده. 

تر داسې بېرحمه قربانۍ روسته به خلکو د باران او پریمانۍ دعاګانې کولې. له یوه مصري پلار څخه روایت دی، چې ویل یې:

 خپله لور راباندې ډېره ګرانه ده، خو که د هغې په قربانۍ د غار خدای خوشاله کیږي، زه به یې وزغمم. 

ځينو ولسونو د خپلو خدایانو لپاره د قربانۍ ځانګړي ځایونه لرل، هلته به یې یوه لویه ډبره ایښې وه. قرباني به یې راڅملوله او غاړه به یې پرې کړه، چې د هرې قربانۍ وینه به ډېره وبهېده او اوږده لیکه به یې جوړه کړه، مبهم خدایګوټي ته یې د منښت نښه وه او خلک به خوشحاله ول. 

خلکو د وچکالیو، ناروغیو، سیلاوونو او توپانونو پرمهال خدایګوټو ته قرباني کولې. د نرینه (مذکرو) خدایګوټو قربانۍ به ډېر ځله ښکلې پېغلې وې، چې سینګار کړې به یې د کوم خدایګوټي د نښې یا پژې (مجسمې) پښو ته حلالولې. 

قرباني یوازې حلالول نه دي. له خپلو انساني حقونو محرومول هم تر وژلو بدتره قرباني ده. ایډیولوژي او ناسمه عقیده څنګه له انسان څخه عاطفه او رحم تروړي؟ دا د بشریت یوه خورا لرغوني بدمرغي ده. 

ایډیولوژي او سیاسي ضد له موږ څخه څنګه عاطفه غلاکړې ده؟ 

څنګه په خپلو معصومو او پاکو نجونو رحم نه کوو؟ 

څنګه یې د بې‌بنسټه باورونو د ډبرینو خدایانو پښو ته حلالوو؟ 

دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د دغو نجونو د اوښکو په کرښه کرښه لارو لیکل کیږي، خو موږ دومره بې‌همته، ډارن او زبون یو، چې ان ځواب لټول یې هم کفر ګڼو. 

د تکفیر بل نوم د ولسونو د عقلانیت سپکاوی او د هغوی د مرییتوب هڅه ده. 

که یې نه منئ، دا تصویر وګورئ او فکر وکړئ!

 

 فاعتبروا يا أولي الأبصار