ننګرهار کې د استناف محکمې کارکوونکی ووژل شو

ننګرهار کې د استناف محکمې کارکوونکی ووژل شو


  • 3 کاله دمخه (13/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1270

 

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د عبدالقیوم نعیمي په نوم د یاد ولایت د استناف محکمې یو کارکوونکی د نا پیژنده وسله والو په برید کې ووژل شو او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.

چارواکي وایي دغه پیښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کط هغه مهال رامنځته شوه چې د استناف محکمې یاد کارکوونکي دندې ته په لاره وو.

ددغه برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.