د خوشحال خان خټک یو بیت او دوه تفسيرونه

د خوشحال خان خټک یو بیت او دوه تفسيرونه


  • 6 مياشتي دمخه (11/03/2024)
  • نعمان دوست
  • 676

د خوشحال بابا ډیری شاعري، هغه که د رزم ده او که د بزم، ښایسته ده. شاید دا ښایست یې ګڼ لاملونه ولري. د بیلګې په توګه: یو لامل یې ممکن دا وي چې هغه په بې باکانه ډول خپل خیالات، تجربې او مشاهدات بیانول. د نورو  مضامین یې نه تکرارول؛ نو طبیعي ده چې نوي شیان او له نوو تجربو خبریدل په زړونو خواږه لګیږي. د خوشحال خټک د خیال مارغه د هر ډول سانسور له لومو ازاد و او څومره چې په ازاده فضاء کې فکر ښه الوت کولای  شي، هسې یې په محدوده فضاء کې نشي کولای. 

 

 د خوشحال خان له خوږو او ډیرو مشهورو غزلونو څخه یو یې هم دغه غزل دی:

 

"د سهار باده ګزر په چمن بیا کړه

په چمن کې رنګارنګ رنګ ګلونه وا کړه" 

 

د دې غزل هر بیت جلا کیف لري. له یوې خوا یې مضمون خوږ دی، له بلې خوا یې د وړاندې کولو انداز خوږ دی او بل ځکه ډير مشهور دی چې مشهورو سندرغاړو هم په دې غزل د خپلو غږونو خواږه پاشلي دي او لا یې پسې شیرین  کړی دی. 

دا غزل د استاد ناشناس له طلايي حنجرې را وتلی، د خیال محمد د غږ خواږه ورسره ګډ شوي او...

 

د دې غزل مقطع ده:

 

 "زه خوشحال کمزوری نه یم چې به ډار کړم 

په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه"

 

دا بیت یې لا ډیر مشهور دی او له دې سره یې ظاهري مانا هم ډیره مشهوره شوې ده. 

 

ځینې چې دا بیت لولي نو د سرشاره عاشقانه جذبې بیان یې بولي، دوی له (خوله) څخه د (بوسې) مانا اخلي؛ نو ځکه یې په ویلو خوله اوبه پریږدي. خو دا بیت د مانا یو بل پنډ هم لیږدوي، کوم چې ډير مشهور نه دی. 

 

که خوشحال په دقیقه توګه مطالعه شي؛ نو فکر کوم دویمه مانا به یې سمه را وخیژي. او هغه دا چې:

خوشحال خان غواړي و وايي چې ډار د کمزورو خلکو خاصه ده او کمزوري خلک د خپل زړه اظهار نشي کولای، واقعیتونه نشي بیانولی او حق وینا نشي کولای؛ خو زه چې کمزوری نه یم؛ نو ډار هم  نه لرم او هر څه به برالا وایم؛ ځکه چې [خوله] یوازې د طعامونو ژرنده نه ده، بلکې خدای ج د وینا لپاره وسیله پیدا کړې ده او حق وینا باید په جرئت وشي.

 

د وینا جرئت د دین له اړخه هم مهم او ستایل شوی عمل دی. ممکن دلیل یې دا وي چې مسلمان باید په هیڅ ډګر کې  بزدله نه وي او بل دا چې په خپله حق وینا خلک خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي او په دې توګه د خپلسريو مخه ونیول شي.

 

وګورئ؛ په یوه حدیث شریف کې پاکه(حقه) وینا کول غوره جهاد ښودل شوی: 

 

"أفضلُ الجِهادِ كَلمةُ حقّ عِندَ سُلطان جائِر"

 

نو د خوشحال خان د یاد شوي غزل د مقطع له لومړۍ مانا دا وروستۍ واقعیت ته ډیره نږدې ښکاري. 

وګورئ؛ که د بوسې په مانا یې واخلو؛ نو دا کومه ښه ځواني ده چې یو څوک دې د بوسې راز فاش کړي او بیا دې پرې وه ویاړي؟ او هغه هم زموږ په څير حساسه ټولنه کې. ښه، که دا راز فاش شي؛ نو ته وا بوسه ورکوونکې به ژوندۍ پاتې شي؟ ایا خوشحال خان د خپلې ټولنې له فرهنګ، اصولو او دودونو دومره ناخبره و؟ ایا بوسې ورکوونکې ته جنجال جوړول د خوشحال په څير د یوه ننګیالي له شان سره برابر کار و؟ نه، هیڅکله نه. خوشال خان له خپلې ټولنې دقیق درک درلوده او ښه ترې خبر و او دغه خبره یې له شان سره نه ښاییده. 

اوس به همدې دویم تعبیر ته لږ نور هم تم شو:

 

خوشحال خان د ګفتار او کردار سړی و. څه چې یې ویل، هغسې یې کول. له هیچا یې هیڅ ویره  په زړه  کې نه وه. رښتیا او د زړه خبره یې کوله او په دې برخه کې هیڅ مصلحت ته تسلیم نه و.

 خوشحال خټک چې آن  خپل ځان او خپله کورنۍ څومره په خپله نقد کړې، بل هیڅ پښتون به دا کار نه وي کړی. شاید نورو ژبو کې یې هم داسې ښکاره بیلګې ونه وینو. 

له دې ستر نقد به بل چیرته وي چې هم يې ځان تر دغسې ستغې نیوکې لاندې راوستی او هم یې خپل زوی (بهرام) :

 

 "چې بهرام غوندې فرزند ترېنه پیدا شو

 لا په شک یم چې خوشحال کله ادم دی؟"

یا:

" تف په ږیره د همه واړه بارکو 

لا په ږیره زما هم که زه بارک یم"

 

خوشحال خان د داسې دور سړی دی چې په ملک د مُغلو راج چلیده. مُغلو ډيرو پښتنو ته د تمې زنځیرونه په غاړو کې اچولي ول او هغوی مجبور ول چې یا یې مدحه وکړي او یا یې په ښکاره او پټه له مخالفته لاس واخلي. ځکه مغلو د خپلو دښمنانو له ککریو منارونه جوړول او مقابل کې دریدل یې د زمري زړه غوښته. 

خوشحال هم په لومړیو کې د مغلو له نوکرانو څخه و. هغه، د یوه رښتیني انسان په توګه نه یوازې دا چې له دې کاره منکر شوی نه و، بلکې په ښکاره یې اقرار هم کړی و:

 

"چې منصب مې د مغل خوړه مَلِک وم 

 چې منصب د مغل نشته اوس مَلَک یم"

یا دغه نور بیتونه:

"اور یې پورې په منصب په نوکرۍ ښه

چې تر فهم و تر نظر د مغل کک يم

که وګره د بټو شته په شړومبو سپينه

دمغلو پولاو پاتې ډير پې ډک يم" 

 

د خوشحال خان د ښکاره ویناو ادعا، د هغه لخوا خپله په ثبوت رسیدلې ده.

وګورئ؛ هغه که له یوې خوا خپل مخالف او د مغلو جاګير دار مستجاب مومند په نوم يادوي او د شف شف په ځای شفتالو وایي:

 

"مستجاب مهمند که چرګه د مغل ده

زه خوشحال خټک خو باز يم ځاي مې غر "

 

نو له بلې خوا په مغل خونخوار حکمران هم بریک نه نیسي؛ ځکه چې سانسور یې د فطرت خلاف و او [خوله] يې حق وینا ته وقف کړې وه.

  د مغلو په څير د یوه وینه تویوونکي لښکر د پاچا په وړاندې د هغه ښکاره بغاوتونه د همدې خبرې مصداق دي:

 

" اطاعت د اولوالامرو ځکه نه کړم 

خلیفه د زمانې په زړه کافر دی"      

  یا 

دغه له طنزه ډک انتقاد یې ولولئ:

 

" ښه عادل پاچا پیدا شو، اورنګزیب د دین غمخور

دی خپل پلار تړي په عدل 

په فتنې وژني خپل ورور "

 

نو اوس ډاډه ویلي شو چې له له [خولې] څخه د هغه مراد [بوسه] نه وه؛ بلکې هدف یې ژبه او هغه خوله وه چې د بیان لپاره پیدا شوې ده.

 

نعمان دوست