رسنۍ په یوویشتمه پېړۍ کې داسې یو ځواک دی، چې آن دیکتاتور نظامونه او شخصیتونه یې هم له اغېزې او ارزښت سترګې نه پټوي دا ځکه، چې په خپل غیر محسوس ځواک سره نظامونه لړزوي او د ملتونو په بیدارۍ او ویښتا کې یې خپل رول ادا کړی دی.
رسنۍ، چې اوس مهال د بشري ژوند نه بېلېدونکي برخه ګرځیدلې او د انسانانو په ژوند یې لږ یا ډېر اغېز خامخا کړی دی. په افغانستان کې په خواشینۍ سره ځینې وختونه یوازې د رسنیو منفي اغېز ته ګوته نیول کیږي او مثبت اړخ ته یې پاملرنه نه کیږي په داسې حال کې چې خلکو ته د نیوکې دا وړتیا هم همدې رسنیو ورکړې ده، تر څو سم او ناسم، ښه او بد سره جلا کړي.
هره رسنۍ که هغه انځوریزه، غږیزه، چاپي او... . په ټولنه کې ځانګړی ارزښت لري او خپلې بنسټیزې دندې تر سره کوي، چې د بېلګې په توګه یې دا څو دندې په ګوته کوم:
اطلاع او خبر رسونه: چې د رسنیو اساسي دنده ده او انسان په طبعي توګه تل په دې هڅه کې دی،په هغه څه چې پرې ندی خبر، ځان خبر کړي او خپل معلومات ډېر کړي.
ښوونه او پوهونه: رسنۍ د خپلو نشراتو په چوکاټ کې هغه څه وړاندې کوي، چې د ټولنې ډېره برخه ورته اړتیا لري او د هغوی د پوهې د لوړولو په کچه کې ستره ونډه لري.
لارښوونه: رسنۍ د مشخصې پالیسۍ له مخې، چې پر بنسټ یې خپل پروګرامونه تنظیموي خپلو مخاطبانو ته لیدلوری ټاکلي او په نا آګاهانه ډول ټولنه په هغه لور روانیږي، چې رسنۍ یې هیله لري او د خپلو پروګرامونو پر اساس یې ورته ټاکي.
سرګرمي او تفریح : رسنۍ د بشري ټولنې سره د نه بېلېدونکې برخې په توګه اړې دي، چې خپلو مخاطبانو ته د تفریح لپاره څه وړاندې کړي، او د انسانانو دا اړتیا هم پوره کړي.
که چیرته د رسنیو اصلي دندو ته پام وشي په نړۍ کې به داسې څوک پیدا نشي، چې د رسنیو په ارزښت او رغونکي رول باندې قانع نه وي. دا که په هره علمي کچه کې وي د ځمکې په هرې برخې پورې تړاو ولري، که د اقتصاد له اړخه په هر حال وي او د ژوند په هر پړاو کې وي او... . خو د خپل شاوخوا او نړۍ څخه خبریدو ته اړتیا لري. د خپل ژوند د پرمختګ لپاره هېواد او سیمې له ګټو او مصالحو څخه د دفاع لپاره فکري لارښوونې او رهبرۍ ته اړمن دی.
خو!!!
دا چې رسنۍ تر کومه په لویه کچه د خلکو اړتیاوو، ملي ګټو ته پام کوي او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو سره خپل پروګرامونه تنظیموي، د رسنیو تر شا فکر او موخې او د رسنیو په رأس او مشرتابه پلاوي کې مسلکي برخورد او پکې بنسټیز رول لري.