برادر: د اوبو مدیریت د سرپرست حکومت لومړېتوب دی

برادر: د اوبو مدیریت د سرپرست حکومت لومړېتوب دی


  • 5 مياشتي دمخه (19/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 185

د سرپرست حکومت له لوري په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند چارې پېل شوې.

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي چې، د پیاوړي اقتصاد لپاره زراعت او د زراعت لپاره اوبه مهمې دي.

ملا عبدالغني برادر زیاته کړې چې، سرپرست حکومت د اوبو مدیریت پخپلو لومړيتوبونه کې نيولی دی.

ویل کېږي چې، د پلتوني بند په جوړېدو سره به سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

ددې تر څنګ به شاوخوا ۲۵ میلیونه مترمکعب اوبه زېرمه او ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه شي.
دغه بند به ۹۳۵کیلو واټه برېښنا هم تولید کړلای شي.
#SamsoorNews