غواړم خپلې ليکنې ته تر ټولو د مخه ليکوالان، ژورنالستان، لوستي کسان او په مجموع کې ټول فرهنګيان مخاطب کړم.
لومړى سميع الله تړون ته د زرغون مډال د ګټلو له کبله مبارکي وايم چې دامريکا ميشتي نور تلويزوني چينل لخوا ورکړل شوى دى، او بيا ويل غواړم چې دا مادي ګټه تر هغې ډېره کمه ده چې دده د شعرونو له برکته د خلکو په زړونو کې وده ته څومره ځاى پيدا شوى.
سميع الله تړون چې يو ځوان شاعر دى د ډېرو ليکوالانو او شاعرانو لخوا پرې اعتراضونه کيږي او هغه هم له دى کبله چې د هغه شاعري د وخت او زمان سره حرکت کوي او ښه بدرګه کيږي او د اوريدونکو او حاضرينو له خوا تشويقيږي چې دا د هر افغان د زړه اواز دى او د وخت غوښتنه ده چې د تړون صيب د خولې څخه راووځي چې بيا همدغه کار د نورو ليکوالانو چې په زړه کي يې ګيدړ ناست وي او يا حالاتو ته په کتو سره په خوله لاس ږدي د خفګان او غوصي باعث ګرځي.
د تړون شاعري څه جادوګري نه ده چې ګواکې نور شاعران يي نشي کولاى مګر دا شاعري قرباني غواړي، جذبه غواړي، د مادياتو څخه تېرېدل غواړي، د والي صيب او وزيرمشاوير صيب څخه بي پروايي غواړي، او بالاخره د ظالم په مخ کي ريښتيا ويل د سر څخه تېرېدل غواړي. دا ټول تړون پر ځان منلي نو ځکه د لاسپوڅي حکومت په مخ کې د هغه د بادار سپکاوى کوي او هغه تريخ حقيقت بيانوي چې نور شاعران ترينه عاجز دي او يا هم يو څو د ګوتو په شمېر کسان ددي لاري لارويان دي.
که تاسو د نورې نړۍ مطبوعات وګورئ نو هره ورځ په سلهاوو داسي معتبره ورځپاڼي شته چې د ډېرو مشهورو ليکوالانو مقالي او نظريات خپروي او ټول په يوه خوله افغانستان يو اشغال شوى ملک ګڼي، امريکايان او نور متحدين يې اشغالګر او د کرزي حکومت يو لاسپوڅى حکومت ګڼي. او بيا مکرراً دا خبره کوي چې په افغانستان کي لاسپوڅي رژيمونه نه چلېږي.
خو ددې ټولو سره سره بيا هم زمونږ ډېر د نظر خاوندان، قلموال او تش په نامه ازاد مطبوعاتيان ددې حقايقو څخه سترګې پټوي او په اوتو بوتو سر شي، کله و والي صيب صفتونه، کله د مشاور وزير صيب صفتونه چې حتى لمونځ يې هم زده نه وي، کله د جعلي انتخاباتو ډرامې او کله ..... خو هر ډول ته ښه په نره ګډيږي.
سوال دلته پېدا کېږي چې په امريکا او اروپا کې خلک د بوش او د هغه د پاليسۍ په خلاف مظاهرات کوي، په اخبارونو او شعارونو کې يې سپکاوى کوي، نو کله هم د افغانستان په مجلو، اخبارونو او تلويزون کې داسې شوي چې د بوش او يا د کرزي د حکومت پر ضد چا څه ويلي وي.
ددنيا ټول قومونه اوس په دې نتيجه رسېدلي چې د نړۍ په تاريخ کې د بوش غوندې بې عقله، سرتمبه، پليت، اسلام ضد، ګمراه او بي تدبيره ريئس جمهور نه دى تير شوى. مګر په افغانستان کې په مډالونو لمانځل کېږي، تر افغانانو خو عراقيان هم ښه وو، په بوټونو خو يې وويشت. خو داسې نه ده د تړون شعر هم د بوټانو له ويشتلو کم نه دى، او په افغانانو کې داسې مور راوړي شته چې همدا اوس امريکايان ترينه په لړزان دي، مګر د امريکايانو ملا هم بيا نورو ړندو او ماده پرستو افغانانو ورتړې ده او د ملي پوځ، ملي پوليس او امنيت ملي او ولايتي شورا او پارلمان په نامه ټوله ورځ د امريکايانو د ګټو ساتنه کوي.
زه به يو سوال د خپلې سيمي په باره کې وکړم. ايا د بهسودو د ولسوالۍ په ټولو کليو او بانډو کې چې وجلال اباد ته ډېره نږدې پرته ده، د کليوالو د ساتنې لپاره به دولت څه وکړي که يو څوک وغواړي دوي ته ضرر ورسوي، او تاسو د کليوالو څخه پوښتنه وکړئ چې دوي د مخالفينو څخه ويره لري او که نه، ښکاره خبره ده چې ټول افغانان د امريکايانو او د هغوي د پلويانو څخه په ويره کې دي، چې خداي مه کړه زمونږ په کلي داړه ونه غورزوي او د طالب او القاعده په نامه مو بنديان نه کړي.
که مخالفين وغواړي چې پر کلي حمله وکړي او يا کليوال ووژني د هغوي مخه خو حکومت بيا نه نيولى شي او نه يې نيسي ځکه چې پوځ او پوليس زمونږ نه بلکي د بادار په کنترول او خدمت کې دي.
ښه مثال يې د ملا عبدالسلام پر کور حمله وه چې تر ديرشو زيات باډيګارډان يې ووژل شول او په نږدي فاصله کې ورته ملي اردو، پوليس او سوله ساتي مليمانه (اشغالګر) پراته وه خو هيچا يې هم پوښتنه ونکړه.
لنډه دا چې دلته هر څه کېږي هغه د اشغالګرو په خوښه او د هغوي د ګټې لپاره کېږي که هغه لويه جرګه وي، که جعلي او تش په نامه انتخابات وي او که نور تش په نامه کمپاينونه، ډي ډي ار او يا ډاياک وي. خو ددي دسيسو په مقابل کې يواځي او يواځي هغه مجاهدين چې سينې يې سپر کړي او په تش لاس د شلمې پېړۍ فرعون ته د موسى (ع) په شان ولاړ دي او يا هم د تړون غوندې چې پروردګار ورته د حق ويلو جرئت ورکړى او په نره او عام محضر کې د اشغالګرو او د هغوي د لاسپوڅو د مخ نه نقاب پورته کوي.
دا خبره بايد ښکاره کړمه چې ځينې خلک په تړون کله ناکله ټاپې لګوي خو زه دا وايم چې کامل ذات يواځې پروردګار دى او څه ناڅه کمى په هر انسان کي وي، خو دا وخت ددې خبرو نه دى چې ته اخوانى يي او زه افغان ملت يم او هغه جهادي دى او هغه بل کمونست وو، اوس وخت ددې خبرې دى چې څنګه دا ښامار په ګونډو کړو او د خپلو نيکونو تاريخ راژوندى کړو، او که داسې ونه شول نو نه به ازادي راپاتې وي، نه اسلام، غلام به ووسو، په دنيا او اخرت به شرميدلې ولاړ يو.
خداى (ج) داسې عالي ذات دى چې د بنده ګناهونو ته نه ګوري او دا يې خوښيږي چې د خپل بنده ګناه وروبښي خو هغه قرباني ورکوونکي خلک خوښوي، نارينه او غيرتي خلک خوښوي، حق ويونکي خلک خوښوي، د ظالم په مقابل کې جنګېدونکي خلک خوښوي، بس اخلاص او قرباني چې چا کې نه وي په تشو لمونځونو، روژو او تسبيحاتو نه شل کېږي، لنډه دا چې (توري ډېرې دي خو زړه د خالد غواړي ... ته خالد بن وليد شه جهان ستا دىي).
ځېنې ځان غولوونکي خلک وايې په تش لاس د امريکا مقابله نه کېږي اول بايد ځان ورسوو، ميزايل او تيارې جوړې کړو او اتوم بم جوړ کړو او بيا وجنګېږو، خو زه هغوي ته وايم چې په اته کلونو کې کرزي صيب کارتوس هم جوړ نکړو، سرکونه، کوڅې، بدرفت، برق او داسې نور پريږده د خپلو مامورينو معاش هم دبل لالا د جيب نه راخلي، نو تاسو وواياست چې افغانستان به په پنځوسو کلونو کي هم کلاشنکوف جوړ کړي په دې سرعت چې اوس روان دى.
تر ټولو ښکاره خبره دا ده چې نن که سبا او که پنځه کاله وروسته ددې خبرې ټول شاهد اوسئ چې کله مځکه سره شوه دا امريکايان او ناټويان به ددې ملک نه پښې اوباسي او بيا به دا تشې وعدې او تړونونه نه وي، نو تاسو وواياست چې لاسپوڅى رژيم به بيا همداسې پاتي شي او که نه دا هر څه به د صفر نه راشروع کوو.
په اخر کې تړون او د تړون په شان ټولو ځوانانو ته خواست کوم چې راځې د خپل رب سره وعده وکړو چې د وخت د فرعونيانو نه به ويره نه کوو، زمونږ په کور په ظلم او زور راننوتي ميلمانه نور نه نازوو، او هغه افغانان چې ددوي تر شاولاړ دي نور په خو الفاظو ياد نکړو، د هغوي هغسې ستاينه وکړو چې لياقت يې ولري تر څو يې غوږونه خلاص شي او بيا وروسته د پښيمانۍ ځاى ورپاتې نه وي .