د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په تمريناتي کمپ کې د ګډون او مرکزي آسيا سياليو ته د چمتووالي په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.
د المپیک ملي کمېټې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په همدې موخه په جوړ شويو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر له ورزشکارانو سره په خبرو کې خوښي ښودلې، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له ډېر وخت وروسته د مرکزي اسيا سياليو لپاره چمتووالى نيسي او په وینا یې که ملي لوبډلې ته امکانات برابر شي په نړيواله کچه به لاسته راوړنې ولري.
مسوولین وايي، په دې کمپ کې چې پنځه ورځې به دوام وکړي ټول ٢٤ تنه ورزشکاران ګډون کوي چې په ترڅ کې کې به يې د مرکزي آسيا سياليو لپاره ترې غوره ورزشکاران او لوبډله وټاکل شي.