د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي، د کابل ترافیک هغه موټر چلوونکي جریمه کوي چې په مخکېنۍ څوکۍ کې دوه کسان کېنوي.
د صالح په خبره د جریمې یوه برخه به دا وي چې د دوی موټر به د څو ورځو لپاره د ښاروالۍ او پولیسو له لوري د ګزمې لپاره وکارول شي.
هغه له تیرو څو ورځو راهیسې د کابل امنیتي چارې پر غاړه اخیستې دي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې هم د کابل ترافیکو د سپرلۍ وړونکو موټرو مخکې سیټ کې د دوو کسانو کینول بند کړي وو، خو دا بندیز د ډېر وخت لپاره دوام ونه کړ.