۳۰۰ زره افغان ماشومان د مړینې او ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

۳۰۰ زره افغان ماشومان د مړینې او ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.


  • 4 کاله دمخه (02/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1120

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې څېړنې ښیي، چې لاهم ۳۰۰زره افغان ماشومان د سړې هوا له کبله له خطر سره مخ دي.

د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره وایي،  چې په افغانستان کې، بې وزلۍ، کډوالۍ او جګړو له کبله، ۳۰۰ زره افغان ماشومان د ژوند له لومړی اسانتیاو بې برخې دي. دغه بنسټ وایي، افغان ماشومان، د ژمې په سړې هوا کې هم د اغوستو لپاره څه نلري او د ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره وایي، چې دمګړی دوی دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کې له سل زره افغان ماشومانو سره د مرستې توان لري، په داسې حال کې، چې لاهم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې افغان ماشومان د نړیوالو ادارو مرستو ته ضرورت لري. سیف ده چیلډرن په نورو نړیوالو مرستندویه ادارو هم غږ وکړ، چې افغان ماشومانو سره مرسته وکړي او له احتمالي ګواښونو یې وژغوري.