یو دود چې بدلېدل غواړي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد نعمان دوست
  • 1057

 مجازات او مکافات دوه داسې شیان دي چې باید تبعیضي چلند ور سره و نه شي. دا که د تلې دوه پلې وګڼو، نو باید شاهین یې په منځ کې ولاړ وي او یوه خوا هم سپکه او درنده نه شي.

خو په خواشینۍ چې په ډېری ادارو کې د مجازات پله درنده ده. له مجازاتو سره دلچسپي ډېره ده او مکافاتو ته د چا پام نه اوړي. 
د عام ولس هم همدا حال دی. نیوکو ته نېغ ناست دي، خو د تقدیرولو پر مهال یې بیا خونده نه وي.
همدا لامل دی چې نه په اداراتو کې کوم نوښت رامنځ ته شو او نه خلکو کې. 
هم په اداراتو کې د نوښتګرو مامورینو له کمبود سره مخ یوو او هم په ولس کې دغه تشه ډکه نه ده. 
انسان که د عمر په هره مرحله او هر کاري موقف کې وي، هڅونې ته اړتیا لري. که هڅونه د شخصي سلیقې او غوړه‌مالۍ پر ځای د نېک کار په مقابل کې وشي، پایله یې ګټوره ده.
مقابل لوری لاپسې هڅول کېږي او په دې لټه کې وي چې داسې کوم بل کار وکړي چې بیا د تقدیر وړ وګرځي.
دا خبره، د ننګرهار د یوې ډېرې زړه بوږنوونکې پېښې په اړه را یاده شوه. هغه پیښه چې هر اورېدونکي ته یې ټکان ورکړ او په هر ګوګل کې یې زړه له وېرې په درزا کړ.
پېښه په بهسودو ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د شپې مهال وشوه. د خبرونو په حواله څو کسان یوه کور ته د مېلمنو په بڼه داخل شول او بیا یې ټوله کورنۍ پوپناه کړه. 
دا کورنۍ د یوسف خان وه. یوسف خان اصلا د پکتیا اوسېدونکی و، خو له څو کلونو راهیسې د بهسودو په مرزا کلا کې اوسېده.
په دغه شپه خپله، مور، مېرمن او پنځه اولادونه یې، چې د ځانګو ماشوم هم پکې شامل و، ووژل شول. 
له پېښې وروسته د خلکو غبرګونونه جدي وو. خلکو دغه شان پېښه د امنیتي ځواکونو د غفلت له امله ګڼله او په جدیت یې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوله.
نه پوهېږم دا به غفلت وي او که نه؟ ځکه ناممکنه ده چې هر کور ته پولیس ودرول شي، ځکه د کورونو په پرتله د پولیسو تعداد د ګوتو په شمېر دی او په هیڅ هېواد کې داسې نه‌شته چې هر کور ته دې امنیتي کسان پیره وکړي.
په هر صورت، پرون (د لېندۍ ۳۰مه) د ولایت مقام د دغې خونړۍ پېښې په شک د یو ځوان د نیولو خبر ورکړ او له هغه سره یې د پوښتنو ګروېږنو یوه لنډه وېډیو هم خپره کړه. په وېډیو کې نیول شوی مشکوک قاتل اعتراف کوي چې دا قتلونه ده کړي دي.
نو، په داسې یوه هېواد کې چې جنګي شرایط حاکم دي او څومره چې په کار ده امنیتي او کشفي ځواکونه هومره تحصیل او تجربه و نه لري.
هومره وسایط او وسایل چې د دغه شان پېچیده قضیو د عاملانو په پېژندلو کې ترې استفاده کېږي، نه وي. 
او بیا دغه شان قتلونه چې هیڅوک ترې ژوندی نه وي پاتې شوی چې مالومات یې د قاتلانو په نیولو کې مرستندوی واقع شي، خو بیا هم قاتل یې نیول کېږي، بې‌شکه چې دا یو ستر او له تصوره پورته کار دی.
لکه څنګه چې خلک تېره اوونۍ امنیتي ځواکونو ته په غضب و او په تندو نیوکو یې هغوی مجازات کړل، دا اوونۍ باید هغه کسان چې د دغه مشکوک قاتل په نیولو کې یې مهم کردار ادا کړی، مکافات کړي.
د دغه بې‌ساري ماموریت تقدیر یې وکړي او شاباس پرې ووايي.
دغه شان تقدیرول مسوولینو ته روحیه ورکوي چې لا په دقت د خپلو ماموریتونو اجرا کولو ته مټې را بډوهي.
د دغه شان موظفینو تقدیرول په حقیقت کې له خپل ځان او خپلې ټولنې سره مرسته ده. 
په دې مانا چې دغه تقدیر هغوی ته انرژي ورکوي، دا انرژي د قاتلانو او نورو خطرناکو مجرمینو د نیولو سبب ګرځي او دا کار بیا د دې لامل ګرځي چې څوک سترو جرمونو ته زړه ښه نه کړي.
او که خدای مه‌کړه خبره معکوسه شي، نو د قتلونو او جرمونو ګراف لوړېږي چې دا لوړېدا د ټولو ژوند ګواښلای شي.
سرخط‬ ورځپاڼه