قزاقستان وایي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوو.

قزاقستان وایي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوو.


  • 4 کاله دمخه (08/11/2020)
  • کامران احمدزى
  • 1194

په کابل کې د قزاقستان سفیر وایي، یوځل بیا پر هغې ژمنې ټینګار کوي، چې د افغانستان د سولې پروسې د اسانتیا په برخه کې یې کړې وه. قزاقستاني سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب سره د لیدنې پر مهال یادې څرګندونې کړي. افغان لوري هم په تېرو کلنو کې له افغانستان سره ددغه هېواد د هرډول همکارۍ ستاینه کړې او ددواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په لا پراختیا ټینګار کړی.