ملګري ملتونه: زده کړه یو بشري حق دی، چې سترګې پرې نه‌شي پټېدای

ملګري ملتونه: زده کړه یو بشري حق دی، چې سترګې پرې نه‌شي پټېدای


  • 1 کال دمخه (15/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 566

سمسور نیوز (۲۶سلواغه۱۴۰۱) ملګرو ملتونه وايي، تعلیم او تحصیل یو بشري حق دی، چې سترګې نه‌شي ورڅخه پټېدلای.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د اسیاپسفیک څانګې پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې زده‌کړې که لومړنۍ، منځنۍ او لوړې وي، په هر پړاو کې یو بشري حق دی. 

یادې کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د یوه چانس مستحقې دي، چې خپل ټول ظرفیتونه وښيي او د خپل هېواد په پرمختیا کې ونډه واخلي. 

دا په داسې حال کې ده، چې ا ا لاهم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او په دې وروستیو کې یې پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده کړې هم وځنډولې.