هېواد کې د کرونا ویروس ۲۵۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.
روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د کرونا ۲۵۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.
ددغه وزارت په خبره په همدې موده کې بیا ترې ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور هغه یې ترې رغیدلي.
دمګړی په ټول هېواد کې ۷۷ زره او ۱۷۷ تنه پر دغې ناروغۍ اخته دي.
روغتیا وزارت د کرونا ددویمې څپې له خپریدو سره سم له هېوادوالو غوښتي چې روغتیايی سپارښتنو ته پاملرنه وکړي