- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- بسمل
- 1219
دالمان په مونشن ښار کې دیوې نړیوالې امنیتي ِ غونډې په وړاندې دسولې لپاره مظاهرې او لاریونونه وشول
نن د بایرن ایالت مونشن ښارته بې شمېره المانیان دالمان له ګوډګوډ څخه راغلي وو دوی یو لوی لاریون وکړ د جګړې پر خلاف یې لیکنې اوشعارونه له ځان سره وړل، چیغې اونارې یې وهلې چې موږ ســـوله غواړو، موږ خپل وروڼه اوزامن افغانستان ته دجګړو لپاره نه شولیږلای، موږ له افغانستان سره تاریخي اودوستانه اړیکې لرو او تل پاتې رښتیني دوستانه اړیکي ورسره غواړو او داسې نور.
باید زیاته کړم چې موږ مونشن مېشتوافغانانو په یاد شوي لاریون کې ګډون وکړ او له دوی سره مو د لارې په اوږدو کې خپل نظرونه یو اوبل ته ورکړل زموږ نظریات ځکه دواړو خواوو ته دمنلو وړ وو چې ددواړو ولسونو ګټې پکې نغښتې وې موږ د تېر اوږ دمحال، حال او تل پاتې راتلونکې په اړوند ډېروغږېدو، په زړه پورې خو لا دا وه چې موږ په ناڅاپي ډول له هغو الماني دوستانو سره مخامخ شوو کومو چې تېرکال داګست میاشتې په شپاړسمه نېټه زموږ په هغه لوی اعتراضي لاریون او مټینګ کې برخه اخیستې وه کوم مو چې دخپل ګران هېواد افغانستان د۸۹ یمې کلیزې دلمانځلو په ویاړ دمونشن ښار په زړه کې ترسره کړ.
زموږ په لیدو سره هغوی ډېر خوښ شول موږ له دوی سره یو ځای دسولې شعارونه ورکړل موږ د خپل کړېدلي افغان ولــس تمثیل کاوه او دوی دیو رښتینی دوست المان ولــس په استازستوب زموږ په ناورین خپله ژوره خواشیني ښوده، موږ دواړوخواووله خپلوحکومتونو اوسیاستوالوڅخه ځکه سرټکاوه چې دبوش جګړه مارې ستراتیژي برمته کړي او تر اوسه لا دافغانستان لپاره دستونځو دحل سمې لارې چارې نه لټوي .
دوی له خپلوسیاستوالوڅخه هم خوابدي ښکارېدل او وېیل یې چې زموږ دملت داستازيوځینې چارې ځکه تر شک لاندې راځي چې هغوی زموږ دولس پر خلاف خپلې رایې کاروي مثلأ:
د المان ولس درۍ نیم په څلوروکې نه غواړي چې الماني پوځیان افغانستان ته ولېږل شي خو زموږ په پارلمان کې برعکس درۍ په څلورو کې دپوځیانو په لېږلو رایه ورکوي او داسې نور.
دلاریون په جریان کې موږ دافغانستان دولسمشري په ټاکنو هم وغږېدو، دا ناشوني او جعلي ټاکنې مو صرف دافغان ولس یو ځل بیا برمته کېدل وګڼلې، زموږ نظریات دسولې په خبرو راڅرخېدل ترڅو دیونړیوال بې پرې کنفرانس په دایرېدو سره افغان مخالف اړخونه دیوې لنډ محالې ادارې په جوړولوسره سلاح شي باور شته چې
بیا به د دې تمه پیدا شي چې ډز بند او دټولو ولایتونو وګړي په مینه خپل رښتینی ولسمشر غوره کړي د اوس
محال لپاره دولسمشري ټاکنې د افغان ولس لپاره صرف دکړاو یوتمدید ګڼلای شو او بس .