مولوي عبدالحمید: د نورو مذاهبو او قومونو وګړي له سیاسي حقونو بې برخې دي

مولوي عبدالحمید: د نورو مذاهبو او قومونو وګړي له سیاسي حقونو بې برخې دي


  • 4 مياشتي دمخه (14/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 153

د ایران اهل السنت مشهور امام د مسعود پزشکیان د وزیرانو په وړاندیز شوي لېست کې د بېلابېلو قومونو او مذاهبو د غړو له نه شتون ناخوښي ښودلې ده.

مولوي عبدالحمید زیاته کړې چې د نورو مذاهبو او قومونو وګړي د بهرنیو هېوادونو له لوري په لوړه درجه منصبونو ټاکل کېږي، خو په ایران کې له خپلو سیاسي حقونو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، له لسيزو سني مذهبه وګړي تر سېستماتیک فشار لاندې دي.