دهیواد یوه خصوصي ټلویزیون هغه زړه بوږنونکي تصویرونه وښودل چې پکې پر افغان کډوالو د ایراني مسوولینو ظلمونه ښیي په دغو تصویرونو کې یو شمیر افغان کډوال ښودل کیږي چې د ایران په خاوره کې په سړکونو ټپيان او یا هم مړه پراته دي او د ایران سرحدي پولیس هم د دې مړو او ټپی کسانو څنګ ته ولاړ دي. ولاړ ایراني پولیس د خپلو مسلمانو افغاني وروڼو پر حال چې لاس او پښې وهي او دبل انسان دمرستې هیله کوي خاندي. تصویرونه ښيي چې ددې کډوالو یو شمیر جسدونه د پاخه سړک غاړې ته پراته دي او د ایران د سرحدي پولیسو د ګزمې موټر هم د دوی څنګ ته ولاړ دی او د وژل شویو افغان کډوالو جسدونو ته ګوري.
دا داسې عادي تصویرونه نه دي په لیدو یې دهر انسان زړه لړزیږي او له سترګو یې اوښکې توییږي.خو ایراني امنیتي مقامات ډیر بې پروا ورته ګوري یو دوه تنه یې د فاتحانه خندا په حالت کې معلومیږي دغه بې ګناه افغانان چې د دوی په وسلو شهیدان یا زخمي شوي پر پاخه سرک یا دسرک پر غاړه پراته دي او د ایران پوځي موټران یې تر څنګ ولاړ دي. تصویرونه ښيي چې ټپي کډوال ښوري را ښوري خو مرستې ته یې هیڅوک هم نه ورځي.
په افغانستان کې د ایران داسلامي جمهوریت سفارت دا تصویرونه جعلي بولي او ردوي یې.
ایران د سفارت مطبوعاتي مسول محمد دهقاني وویل:« دا تصویرونه او دا انځورونه ولې تل د طلوع له ټلویزون څخه خپریږي مونږ داسې څه په خپله نه دي اوریدلي. خو متاسفانه له طلوع تلویزون څخه تل منفي خبرونه خپریږي چې مونږ ته ډير عجیب دي مونږ داسې څه نه دي اوریدلی او دا دروغ دي او دردوو یې.»
پر افغان کډوالو دایران ظلمونه دې حد ته رسیدلي چې هیڅوک اوس ترې انکار نه شي کولای همدغه ټلویزیون چې تل پرې دایران پلوي تور لګیدلی هم نه دی توانیدلی چې پر افغان کډوالو دایران له ظلمونو څخه انکار وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ایران او افغانستان په پوله کې دا ډول پيښې کیږي، دا او تر دې مخکې ځینې پیښې خو هغه څه دي چې رسنۍ پرې خبرې شوې څومره به لا نور بې ګناه افغانان دایران په دښتو، غرونو او سرکونو کې مړه او زخمیان پراته وي. افغان کډوال تل وايي چې افغانان دایراني پوله ساتونکو له لوري وژل کیږي.
د عدلیې وزیر حیب الله غالب په دې وروستیو کې وویل چې په ایران کې نیژدې ۵ زره افغانان بندیان دي .
دی وايي چې ایران په اعدام د محکوم شویو افغانانو رپوټونه رد کړي دي خو تهران د دې بندیانو د دقیقې شمیرې له ورکولو څخه ډډه کړې ده.
څو کاله وړاندې دایران حکومت په ساړه ژمي کې پر افغان مهاجرینو سخت ظلمونه پیل کړل او زیات مهاجرین یې له ایرانه وایستل چې په نتیجه کې یې یو بشري ناورین رامنځ ته شو، د ایراني پولیسو او پوځیانو دظلمونو په اړه ډیرې کیسې شته دوی دوه کاله وړاندې په ټول هیواد کې دافغانانو د وژلو او بندیانولو دستور صادر کړ چې آن پولیسو له دریم پوړ څخه افغان ماشومان او میرمنې لاندې را واچول چې ډیر شمیر یې د دوی دظلم او وهلو ټکولو په نتیجه کې معیوب شول.
پر افغان کډوالو د اسلامي ایران دظلمونو پر کیسو کتابونه لیکل کیدای شي خو دحیراني وړ داده چې افغان حکومت نه یوازې احتجاج نه کوي بلکې لا دهغوی دظلمونو تبر ته د لاستي په جوړولو کې مرسته کوي.
تیره اوونۍ دافغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم دیوه دولتي هیات په مشرۍ ایران ته سفر وکړ، سره له دې چې په دې سفر کې دده ایراني سیال ډیرې کنایي وویلې او دی داسې وښود چې ګواکي دیوه خپلواک هیواد دوهم مقام نه دی او نه هم دده سیال دی بلکې له یوه اشغال شوي هیواد څخه راغلی دی. خو بیا هم زموږ د ولسمشر لومړی مرستیال یا د خپل ایراني سیال دایران دجمهور ریس دمرستیال په خبرو ، تعنو او کنایو پوه شوی نه دی یا به یې نظر همداسې و، له هغه سره په غونډه کې نه وړه نه راوړه وویل چې: ایران د اسلامي هیوادونو لپاره یو امید دی.
داچې ایران څنګه دنورو مسلمانونو هیله ده مارشال صاحب یې په اړه څه ونه ویل.ماته دوه اوونې وړاندې هم د ده دا فیلیسوفانه خبره عجیبه ښکاره شوه که ور نږدې وای ترې پوښتنه به مې کړې وای اوس چې له ټلویزیون څخه پر افغان کډوالو د ایرانیانو د ظلمونو بیلګې ګورم زړه مې درد کوي او خپلې او ښکې نه شم تم کولای خو بیا مې هم دخپل هیواد ددوهم لوړ مقام خبرې په غوږونو کې انګازې کوي چې وایی:
ایران د اسلامي هیوادونو لپاره یو امید دی !!!