افغان حکومت پاکستان ته: د ښځینه مسافرینو تلاشۍ لپاره ښځینه پولیسې وګمارئ

افغان حکومت پاکستان ته: د ښځینه مسافرینو تلاشۍ لپاره ښځینه پولیسې وګمارئ


  • 2 کاله دمخه (17/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 762

سمسور نیوز (۲۶لړم۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له پاکستان څخه د ښځینه مسافرو د تالاشۍ لپاره بندرونو کې د ښځینه پولیسو د استخدام غوښتنه کړې ده.   مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه کې ویلي، چې په سپین بولدک ـ چمن او تورخم بندرونو کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ کېږي. 

نوموړي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې پاکستان ته تلوونکو افغانانو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې کړي. 

د تېرې یکشنبې په ورځ د سپین بولدک ـ چمن دراوزه کې پر پاکستاني سرتېرو تر ډزو وروسته دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوې ده.