د ملکي هوایي چلند ادارې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د بې نښانه او بې لوګو الوتکو الوت او ناستې په اړه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې ناسمې بللي.
حکمتیار تیره ورځ د جمعې لمانځه پر مهال ادعا وکړه چې د کابل هوايي ډګر کې بې نوم او نښانه الوتکې الوت او ناسته کوي او په وینا یې د پيسو او سرو زرو په قاچاق کې لاس لري.
د حکمتیار په وینا ددغو الوتکو امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول کیږي او له ولسي جرګې یې وغوښتل چې دغه موضوع وڅیړي.
خو د ملکي هوایي چلند ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه ادعا ناسمه بللې او رد کړې یې ده.
د خبرپاڼې له مخې ټولې ملکي الوتنې د ملکي هوایي چلند ادارې د مخکنۍ اجازې په اساس تر سره کیږي.
دغې ادارې ویلي هیڅ بې نوم او نښان الوتکه د نړیوالو مقرراتو له مخې په ملکي هوایي ډګرونو کې د الوت او ناستې اجازه نه لري.