د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، ښايي د نړیوالو مرستو د کمښت له کبله په هرو پنځو افغان ماشومانو کې یو یې له لوږې سره مخ شي.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق د یوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د دې ادارې د خوړو د مرستې بودیجه ۴۰ سلنه کمه شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې له همدې کبله د هغو خلکو شمېر چې ټاکل شوې وه، د اکتوبر تر میاشتې پورې مرستې ترلاسه کړي، له ۱۴ سلنه څخه ۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ژغورنې صندوق د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ سلنه ماشومان، چې شمېر یې نږدې پنځه میلیونه دی، د خوړو د کمښت له جدي یا بېړنۍ کچې سره مخ دي.