ترکیه: چمتو یو، چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنيت مسؤولیت واخلوو

ترکیه: چمتو یو، چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنيت مسؤولیت واخلوو


  • 3 کاله دمخه (27/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1433

د ترکیې ولسمشر رجب‌طیب اردوغان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې چمتو دی؛ ترڅو د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیتي چارو مسؤولیت پر خپله غاړه واخلي. 

د ترکیې ولسمشر دغه‌راز ویلي، چې هېواد یې د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره د حامد کرزي هوايي ډګر پر سر خبرې اترې کړې دي. 

تر دې مخکې ترکي رسنیو خبر ورکړی و، چې طالبانو له دې هېواده د کابل هوايي ډګر په تخنيکي برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه. 

دا څرګندونې وروسته له هغه دي، چې پرون ماښام پر کابل نړیوال هوایي ډګر دوه پرلپسې چاودنې وشوې، چې له کبله یې لسګونه هغه کسان مړه او ژوبل شول، چې د دې هوایي ډګر مخته له هېواده د خوندي وتلو په موخه راټول شوي وو.

دا پېښه د سیمې او نړۍ په کچه وغندل شوه او له بشري مرستندویه ادارو وغوښتل شول، چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې روان بحران ته د پای ټکی کېږدي.