پاکستان افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

پاکستان افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته وکړه


  • 3 کاله دمخه (16/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1179

پاکستان تېره ورځ افغانستان سره شپاړس لارۍ د خوراکي او ژمي توکو مرسته کړې ده.  

دغه مرستې په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د ا.ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خلیل الرحمن حقاني ته سپارلې دي. 

د کډوالو وزیر وایي، امريکا او نړيوالې ټولنې شل کاله له فساد، وحشت او ګډوډيو ډک حکومت سره مرستې وکړې او اوس هم باید په دغو حساسو او ترينګلو شېبو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.  

په ورته مهال د پاکستان سفير خبري غونډې ته ويلي، چې پاکستان د افغانانو مسلمان د شريک مذهب او ګډ کلتور ګاونډی هېواد دی او هيڅکله به افغانان يوازې پرې نږدي. 

نوموړي د تورخم او وېش سربېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو تړل شویو دروازو د ژر پرانيستو ډاډ هم ورکړی او زياته يې کړې ده، چې په لنډ وخت کې به ټولې دروازې د اسناد لرونکو افغانانو پر مخ پرانيستل شي. 

باید وویل شي، د پاکستان بشري او نورې مرستې وروسته تر هغه افغانستان ته رالېږدول کېږي، چې په دغه هېواد کې اسلامي امارت د بشپړ هېواد کنټرول په لاس کې واخیست.