د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ په دریځ کې تشدد رامنځته شوی دی.
خواجه اصف علي له جیو ټلویزیون سره په خبرو د پښتون ژغورنې غورځنګ پېل له تشدد پاک بللی او په وینا یې اوس مهال یاد غورځنګ تشدد ته لاس اچولی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کې د پولېسو، پوځ او عامه وګړو پر وړاندې وسلوال فعالیتونه زیات شوي خو پښتون ژغورنې غورځنګ او تحریک انصاف ددغو بریدونو غندنه نه ده کړې.
بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، چې په دریځ کې یې هیڅ ډول تغیر نه دی راغلی، غوښتنه یې پخپلو سیمو کې د امن راتګ دی او د همدې په پار د قانون په سیوري کې سوله ایزه مبارزه کوي.