په هالنډ کې د میشتو افغانانو د پام وړ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • آتل
  • 1232

په هالنډ کې میشت افغان ځوانان په نږدي راتلونکي کې د داسی یوي غونډي تابيا کوي چې ميندي او پلرونه به د ځوانانو سره يو ځای پکې د نظر د راکړی ورکړي موقع تر لاسه کړي.
(Lagerhuisdebat)
 دغه پروګرام د ځوانانو لخوا د ځوانانو او کورنيو ( مشرانو ) لپاره جوړيدونکی دی.
د دي ناستی اصلی موخه د هغو ستونځو په ګوته کول او راسپړل دي چې په عمومی ډول په غرب او په خاصه توګه په هالنډ کې میشت افغانان ورسره لاس او ګریوان دي.
ښکاري چې د افغان ميندو، پلرونو او ځوانانو  تر منځ ناسم پوهاوي او کله کله نه پوهاوي  واټن را منځ ته کړی او لا په پراښیدو دی.
د مثال په توګه: میندي او پلرونه داسی ګڼې چې د خپلو اولادونو له لوری نور له هغه احترام څخه برخمن نه دي چې په خپل هېواد کې دوی تري برخمن وه.
ځوانان په خپل وارګله لری چې د خپلی خوښې زده کړه، او د خپل  راتلونکې ژوند ملګري په ټاکنه کې د خپلو کورنيو له معنوي ملاټر بې برخې دي.
په دغه ناسته کې به ځوانان او مشران  د بحث او ديالوګ له لارې شته ستونځی لا روښانه کړي. د ستونځو ريښې به ولټوي، او د حل ممکنه لارو چارو وړاندوينه به وکړي.
که تاسو پوښتنه ، نظر او يا وړاندیز لری، او یا هم غواړي پخپله د پروګرام د جوړونکو له ډلې څخه واوسی، نو هیله ده د لاندی برښناليک له لاری اړيکه ټيګه کړﺉ.
atal.saidi@gmail.com
په مینه او ادب
د کاري ډلې په استازیتوب
آتل