خلیلزاد سولې ته ددواړو لوریو د هڅولو لپاره قطر ته لاړ.
د افغان سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ خاص استازی زلمی خلیلزاد قطر ته په دې موخه روان شوی، ترڅو افغان او طالب مرکچي پلاوي نور هم سولې ته وهڅوي. خلیلزاد پر خپله ټویتر پاڼه لیکلي، چې لومړی به انقرې ته ځي او له ترکیي چارواکو سره به په افغان سوله خبرې کوي او بیا به قطر کې له دواړو ډلو سره ګوري. نوموړي لیکلي، چې له دې وروسته به نورو هيوادونو ته هم د افغان سولې په اړه سفرونه کوي، خو دایې نه ده روښانه کړې چې کومو هیوادونه ته به سفر ولري. خلیلزاد یاد سفر په داسې حال کې کوي، چې تیره ورځ په دوحه کې ددواړو لوریو ترمنځ د خبرو په طرزالعمل هم توافق شوی.