کابل که اسلام آباد؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مخمد يار يار
  • 1281

 او دا دی افغان ولس بیا د کابل او اسلام آباد له انتخاب سره مخ دی؛ یو به انتخابوي، په یوه لاس کې دوې هندوانې نه اخیستل کیږي.


زه د یوه وطنپرست افغان په توګه، نه شم کولای چې په دې احمقانه منطق اسلام آباد ته تر کابل ور تېر شم چې کابل ګواکي فاسد یا په نورو جنجالو اخته دی؛ دلته د هر جنجال عامل هم د آسلام آباد ابلیسي پالیسۍ دي.

د هیڅ افغاني ضمیر به هېر نه شي چې د ضیاءالحق مهال د آی ایس آس د مشر -اختر عبدالرحمن- لوی ارمان دا وو چې:

"کابل باید وسوځول شي!"

د هغه ارمان، د هغه تر مرګ وروسته پوره شو او کابل یې د خپلو ګوډاګیانو په لاس وسوځاوه او نن بیا د اختر خبیثه اروا د کابل بیا سوځېدو هیله لري او دا وار د افغان نوي نسل سد په سر کې دی او د کابل بیا سوځېدو چانس به ور نه کړي ځکه خو به یې انتخاب کابل وي او د هغو سرناخلاصه افغانانو د سر خلاصولو هڅه به هم کوي چې د سادګۍ یا مجبورۍ له مخې یې اسلام آباد خپله قبله منلې ده!

زموږ لپاره سوله نه د دنیا ضرورت دی نه د پاکستان؛ دا یوازې موږ یو چې سوله مو تر ګردو لویه اړتیا ده خو هغه سوله چې تر شا یې یوازې د پاکستان یا بل پردي هیواد ګټې خوندي وي او زموږ لپاره د یوه بل جنګ مقدمه وي، د منلو نه ده، دا به اصلن سوله نه وي، زموږ ویښ افغان نسل باید د دنیا او پنجاب دسیسو ته سخت متوجه وي.

پاکستان هڅه کوي چې د سولې مدیریت د افغان حکومت له لاسه په دې غلیمانه اتهام وباسي چې دا ګواکي یوه ګوډاګۍ اداره ده او هغو لاسو ته یې وسپاري چې هم د افغانانو په وینو رنګین دي او هم مسؤل نه دي خو زموږ ملي- سیاسي عقلانیت دا نه شي منلای، د سولې پروسې رهبرې به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر چتر لاندې، د افغان منتخب حکومت مشروع حق وي او موږ د دې حق مدافعین یو.
او دې ته وایي، د یوه رښتیني افغان لپاره، د کابل انتخاب!!!