- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- شرر ساپي
- 1446
د درې لسيزو راهيسې تر ننه ډېرشعرونه او يا هم ډېرشعري بيتونه د ژبې له پلوه پيچلي ښکاري ، په پوهېدلو کې يې ستونزه لېدل کيږي ، د شکل، مضمون او اصطلاحاتو له مخې هم د متعارفي ژبې او د کلاسيک شعر له ژبنيز قاموس توپير لري ، يواځې هغه خلک د دغه نا اشناتوب ښکار دي چې له کلاسيک شعرسره اشنايې لري د هغه له ژبې، شکل او مضمون سره بلدتيا لري ، د نوې شعرله تجربو سره د بلدتيا چانس نه دی ور په برخه شوی ،نو همدا لامل دی چې د نوي شعر ژبه او يا د شعر نوې ژبه ورته له هغې ژبې څخه نا اشنا ښکاري له کومې سره چې دغه لوستوال بلدتيا لري ، يا په بله معنی دا ترکيبونه ، اصطلاحات ، شکل او مضمون ورته له هغه ژبنيز نظام څخه سرغړونه ښکاري چې دوی ورسره د کلاسيک شعر له برکته بلد شوي دي ، نو هرومرو به ورته په پوهيدلو کې خنډونه راولاړيږي کله کله خو داسې هم کيږي چې بېخې ترې وتښتي او د شعريت له نويو تجربو څخه يا سترګې پټې کړې او يا هم پرې غوږونه کاڼه واچوي ،ځېنې چې له دغه نوو تجربو سره نا اشنا دي د بورې بدنامې په څېر له خلکو پټ خپل زړه خوري،ځېنې نور ورباندې بيا ملنډې وهې ، يا يې په کلکه ردوي او يا يې پروړاندې مبارزه کوي ، ځېنې بيا نوې شعر او نوښت ته د شک په سترګه ګورې او شاعر يې د شعرې ژبې او ذوق پر فاسدولو تورنوي.
د دغه ټولو ستونزو لامل يواځې او يواځې د کلاسيک شعر په لمن پورې نخښتل او د نوي شعري تجربو څخه لرې والی دی ،دا يو روڼ حقيقت دی چې څوک له څه شي نه اغېزمن شي نو هڅه کوي چې د هغه لپاره بيا لسګونه دليلونه راوړي ،زه کله ناکله له داسې خلکو سره مخ کيږم چې همدغه فکر او لوری لري ، د خپلو خبرو د پخلي لپاره وايې چې دا خو موږ په خپله ژبه کې نه کارو، دا خو له متعارفې ژبې نه بغاوت او سرغړونه ده ، په دې باندې به لوستوال څه پوه شي؟ دغه مفهوم ولې ګونګ دی ؟ ايا دې بېت د مفهوم په رسولو کې ستونزې نه دې راولاړې کړې ؟.
دوی په دې اند دي چې باېد شاعر هغه ژبه وکاروي له کومې سره چې عام ولس اشنا دی ، ځکه چې شاعر د شعر د اوبدلو لپاره خام مواد له هم دغه پيژندل شوې او متداولې ژبې څخه راخلي ،نو بيا ولې داسې کلمات سره اوبدي چې لوستوال ورته حيران پاتې کېږي؟ ولې خپل پيغام په روښانه توګه نه رسوي؟ ولې لوستوال له ځان سره پر پيچومو او ګرځندو سرګردانه ګرځوي او په پای کې هېڅ په لاس نه ورکوي ؟ .
مخکې له دې چې دې پوښتنو ته ځواب وويل شي بايد څوګامه وړاندې لاړ شو ، او دا خبره سپينه کړو چې ستونزه چېرته ده ؟ ستونزه په شاعر کې ده ؟ که د هغه په ژبه کې ده ؟ او که په لوستوال کې ده؟ او دغه ګونګتيا او پيچلتيا څنګه رامنځ ته شوې ده ؟
کوم نوی شعري تصوير چې د دغه متعارفي او متداولې ژبې پرمټ کښل شوی دی، د تخيل ګندۍ پرې وهل شوي او لفظ په خپله متداوله معنی نه دی کارول شوی شاعر په خپل جادوی هنر دغه لفظ ته يوه بله معنی ورکړې چې عام لوستوال ورسره نا اشنا دي ، همدا رنګه استعارې هم د شعر په پيچلتيا کې خورا ارزښتناکه ونډه اخېستې ده ځکه چې استعاره د لومړۍ اصلي معنی څخه دوهمې معنی ته د معنی لېږد دی ،نو د نوې او اصلي معني ترمنځ د کلېمې دلالت توپيرمومي اوکله چې يې ترمنځ علاقه (اړېکه) له منځه لاړه شي نو مدلول په خپله د نشت او عدم په لور خوځيږي چې دغه کيفيت په شعرې انځورونو کې رامنځ ته کيږي. مفرده کلېمه په جمله کې د سياق له مخې خپله معني ټاکي ، او دا چې استعاره د سياق او معني د تغير او اوښتون لامل کيږي ، نو دا نوره هم پيچلتيا رامنځ ته کوي ، شعر د هغه وړو څانګيزو انځورونو ټولګه ده چې په پای کې همدغه شعر تشکېلوي ،همدا ده چې کره کتونکي وايې معاصر شعر لويه استعاره ده او له دې سره پيچلتيا هم لويږي نو همدې اختلاط، او نوښت ګونګتيا او يا پېچلتيا رامنځ ته کړې ده .
شعري ژبه زموږ د ورځنۍ استعمالېدونکې ژبې په څېر نه ده ، هغه د نوښت ژبه ده ،د کلېماتود چارجولو او بډای کولو ژبه ده او د کلېمې او شيانو ترمنځ د ژورې پېچلې اړېکې د رامنځ ته کولو ژبه ده ، چې له عامو خبرو څخه ژوره او تلپاتې ده ، له همدې ځايه شعر يو ژبينزه چاودنه رامنځ ته کړه چې نا بلده لوستوال يې د پيچلتيا او سرګردانۍ په ګرځندې کې راګېر کړل ، يا په بله وينا نا اشنا لوستوالو ته د (پېچلتيا) په څېر راڅرګنده شوه ، چې وروسته ډېرو پوهانو د سمبولونو او تاويل د علم له مخې يې د روښانه کولو او توضېح لپاره هڅې وکړي .دغه پچلتيا په شعرې تفکر کې وه، نه په شعرې تعبير کې ځکه چې په شعرې تعبېر کې پيچلتيا ګونګتيا ده ، او ګونګتيا په بنسټېزه توګه د جملې په جوړښت پورې تړاو لري يانې دا يو ګرائمري صفت دی چې په ژبنيز جوړښت کې په تعقيد ولاړ دی او په شعرې تفکر پورې هېڅ ډول تړاو نه لري ،که موږ دا خبره ومنو چې شعر په خيال ولاړ دی ، اوکه د (( هربډټ ريډَ)) سره هم ومنو چې خيال د معرفت بديل دی ، نو د معرفت له پيژندلو مخکې د شيانو د رازاونوپه اړه د پرلپسې راولاړ شويو پوښتنو پروړاندې يواځې خيال دغه تشه ډکوله ، په همدې سره موږ د (( شعر جوهر )) ته رسيږو ، چې خيال يو ملموس حقيقت دی او زموږ په ورځني ژوند کې نا شونی شونی دی ، بس لکه (( خوب)) چې د زمان او مکان زولنې ماتوي او داسې څه ويني چې په حقيقت کې يې لېدل ناشوني وي ، همدا ده چې شعر له اسطورې سره د منشا له پلوه اړيکه لري ، دواړه په مجاز ولاړ دي ، او مجاز يا خرافات او يا هم اسطوره ده چې په ډېر کم عبارت کې خلاصه شوې ده ،او لا تراوسه د خرافاتو مهمه ځانګړنه له ځان سره لري چې هغه ((لامنطقيت)) دی ، خو موږ هره ورځ دغه مجاز په عادي شکل کارو که څه هم کوم منطقيت نه لري خو موږ يې ((منطقيت)) ته غاړه ايښې ده ، موږ وايو د حقيقت زړه ،د لمر سترګه او داسې نور ، که چېرته موږ ټول هغه څه چې غير مفهوم ،خيالي ، پېچلي او د واقعت سره مطابقت ونه لري له پامه وغورځو ، دا به مو نه يواځې نوی شعراو د شعر نوې ژبه او نوي ترکېبونه نفې کړی وي بلکې په عمومي ډول به مو ادب نفې کړی وي .
لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه چې شعر په ورځنۍ ژبه کې پيژندل شوی (قراردادي) لفظ د ټاکلي او ځانګړې دلالت لپاره نه کاروي ، او شيان راته د عقلي سرچېنې له مخې نه تفسيروي ، هغه په نوښت اولفظي انځورونو ولاړ دی ، شاعر د کليماتو او انځورونو نوښتګر دی ، او دا ترې نه غوښتل کيږي چې خپل نوښت راته روښانه کړي ځکه چې بيا يې شعرونه شعري ځانګړتياوې د لاسه ورکوي او دا د (نوښت) ضد عمل دی .
همدا ده چې د عربي معاصر کره کتونکی ادونيس وايې چې نوې شعرې تجربې د زړو شعرې تجربو په امتدار نه دې رامنځ ته شوې بلکې د زړو شعرې تجربو سره يو ډول پريکون دی ،نو ځکه هر مبدع په خپل عصر کې پيچلی دی .له دغه منطقي تسلسل نه جوتيږي چې پيچلتيا د بډاينې ژورتيا ښکاره دليل دی او ښه شعر هغه دی چې پيچلتيا ولري .
نور بيا