راشد خان په روان ۲۰۲۰ کال کې د ویکټو اخیستو پنځوسیزه پوره کړه.

راشد خان په روان ۲۰۲۰ کال کې د ویکټو اخیستو پنځوسیزه پوره کړه.


  • 3 کاله دمخه (15/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1179

د افغان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان په روان ۲۰۲۰ کال ۴۱ شل اوریزو لوبو کې د یکټو اخیستو پنځوسیزه بشپړه کړه. 

 

 نوموړی، چې په بېګ باش لیګ کې د اډلایډ سټرایکرز سره لوبېږي، نن یې د هوبارټ هوریکنز پر وړاندې لوبه کې د ۴ اورونو په ترسره کولو سره ۲۷ منډې ورکړې او د یوې ویکټې په اخیستو سره یې په روان کال کې ۵۰ ویکټې بشپړې کړې.

 

په روان ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو زیاتې ویکټې بیا پاکستاني لوبغاړي حارث روف په ۳۲ لوبو کې ۵۲ ویکټې اخیستې دي. چې د دغه کال ترټولو زیاتو ویکټو اخیستونکو په قطار کې نوموړی لومړی او راشد خان بیا دوهم مقام لري.

 

د یادونې ده، چې راشد خان په تر ټولو ښه لوبه کې د ۴ اورونو په ترسره کولو سره ۲۲ منډې ورکړي دي.