سېف ده چېلډرن: د افغان نجونو زده‌کړو ته اندېښمن یوو

سېف ده چېلډرن: د افغان نجونو زده‌کړو ته اندېښمن یوو


  • 1 کال دمخه (16/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 702

سمسور نیوز (۲۵کب۱۴۰۱) د ماشومانو د ژغورنې سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو په نه پرانیستل کېدو اندېښنه ښودلې ده.  

دغه سازمان ویلي، چې له زده کړو د نجونو محرومېدل د بېوزلۍ او په کم عمر کې د ودېدو د زیاتوالي لامل کېږي. 

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته تر ۳ میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. 

په دغه راپور کې په نوي ښوونیز کال کې ښوونځیو ته د نجونو د بشپړ راتګ غوښتنه شوې او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو له تعلیم څخه د منع کولو پریکړه بیرته واخلي.