سپینه ماڼۍ: له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو  پرېکړه غوره اقدام و

سپینه ماڼۍ: له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو پرېکړه غوره اقدام و


  • 3 کاله دمخه (29/09/2021)
  • خالد سهار
  • 1372

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي تېره ورځ له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د اېستلو په اړه د ولسمشر بایډن د پریکړې ملاتړ وکړ.  

مېرمن ساکي په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ماموریت په اړه ولسمشر بایډن ته د نظامي مشاورینو له خوا بېلا بېل نظریات ورکول کېدل.   

مېرمن ساکي همداراز ویلي، چې ولسمشر بایډن د سرتېرو د ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه یو پر ځای اقدام و ځکه چې د امریکا ګټې یې خوندي کړې.

د هغې په خبره، چې ولسمشر ته یو شمېر داسې نور وړاندیزونه هم و چې د بايډن له لوري و نه منل شول، چې په هغه کې د سرتېرو د حضور دوام و.  

د سپینې ماڼۍ ویاندې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې امریکا د پوځ عمومي لوی درستیز مارک میلي، تېره ورځ د امریکا د سنا مجلس د وسله‌والو خدمتونو د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه "ستراتیژیکه ناکامي" وه.

جنرال میلي د امریکا ګانګرس غړیو ته په خطاب کې ویلي، چې د هغه په شخصي نظر باید لږ تر لږه ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري په افغانستان مې پاتې وای، چې د افغان حکومت د له منځه تللو او په دې هېواد باندې د ط. البانو د برلاسي کېدو مخنیوی شوی وای.