د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره لومړنی ناول چاپ شو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حیات الله ګهیځ
  • 1027

 

راشئ چې هوا وکوو، د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره په پښتو ژبه کې د خپلې بڼې لومړنی ناول دی، 

دغه ناول په څه کم سلو مخونو کې ارش ننګيال ليکلی او د مومند خپرندويې ټولنې لخوا په نسبتاً ښه بڼه تازه خپور شوی دی.
ناول د مشرانو، تنکيو ځوانانو او نکلچي په اړه له لنډو خبرو او مشورو وروسته داسې پيل کېږي چې د ناول کردارونه ( ماشومان ) د خپل کلي په اړه د ابادۍ کيسې اوري.
دا يو کلی وي چې پخوا د اوبو، ځنګلونو، مرغانو، ژوو او ګڼو نورو په وجود کې ښېرازه او ودان وي، د وخت په تېرېدو د کلي بې پروا خلک د اوبو، ځنګلونو، غرونو، سيندونو، مرغانو، ژوو او نورو سره بده وضع کوي، دا هرڅه له منځه ځي، سيند وچېږي، غرونه سپېره کېږي، مرغان، اوبه او ژوي نورو سيمو ته مهاجر کېږي.
اوس هغه کلی سپېره وي، ماشومان چې د خپل کلي په اړه دا خبرې اوري، نو پرېکړه کوي چې دا هرڅه به خپل کلي ته راولي او کلی به بيا ودانوي.
ناول که له يوه پلوه خيالي دی، خو که وليدل شي زمونږ د هيواد د اوسني حالت انځور ترې هم اخيستل کېږي، زمونږ په هيواد کې ځنګلونه، اوبه او ژوي خلکو او جنګونو شړلي، چې له امله يې دا هيواد سپېره شوی دی، نو دا د خيالي کيسې سره سره يوه واقعي کیسه هم ده.
پر دې سربېره ناول  ماشومان فکر کولو او زده کولو ته هڅوي، د ستونزو د لرې کولو لپاره د کتابونو لوستل او په عملي ډول د زده کړې نه ګټه پورته کول د ناول يوه بله ځانګړنه ده.
نو له تاسو هيله کوو چې د خپلو ماشومانو د فکري ودې او دغه ډول د طبیعت د ګټو په اړه د هغوی د پوهاوي لپاره دا او ورته نور کتابونه واخلئ، دا ډول کتابونه د معلوماتو او پوهې په څنګ کې دا ګټه هم لري چې ماشومان د کتاب لوستلو سره علاقه پيداکوي.
 
په درنښت حیات الله ګهیځ