په کابل کې د عبدالرشید دروېش په نوم د انګلیسي ژبې یو ښوونکی د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
سیمه ییزې سرچینې وایي، پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل په شهر نو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد ښوونکي په شهر نو کې د ټافل پروګرام مرکز هم درلود او لسګونه ځوانانو یې روزلي وو.
تر اوسه د دغې پېښې انګېزه روښانه شوې نه ده او نه هم ځایي مسؤلینو په دې اړه څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د هدفي وژنو او ترور لړۍ چټکه شوې ده.
همدا تېره اوونۍ هم د کابل د اتمې حوزې په اړوند سیمه کې یو ډاکټر نامعلومو وسله والو وژلی و.