د گورگورو دا نوى بڼ !


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالطيف مل شينوارى
  • 1197

گران محبوب شاه محبوب د تېرو څه باندې درې کلونو راهيسې پېژنم ،نوموړې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکى او په قوم مومند دى.
محبوب اوس مهال د ننگرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د دريم ټولگي لايقه زده کوونکى دى،نوموړى د طبعيت له مخې غلى او ارامه ښکاري،خوپه خاموشۍ کې يې يوډول شوخي هم ليدل کيږي د يوه ځوان په توگه يې ښه ځانگړتيا دا ده چې د يوه ځانگړي استعداد له امله ډير پر کاره ،په لږ وخت کې ډير او باکيفته کار کولو توان لري،هغه که په ژورناليستيک ډگر کې وي او که په بل...
نوموړى په دې تنکۍ ځوانۍ کې د کار کولو تنده او ذوق لري .
بخښنه غواړم زه د ده د شاعرۍ او ليکوالۍ پرځاى په ده کې ورک شوم.
درنو لوستونکو!که ريښتيا ووايم نوموړې ما له تېرو دريو کلونو راهيسې يواځې د يوه محصل او ژورناليست په توگه پېژانده،خو څو ورځې وړاندې يې راته څو چاپ شوي کتابونه راکړه،ما فکر وکړه چې ځه! د بل چا کتابونه به وي،خو کله مې چې ټولگې واړولې راواړولې ومې ليدل چې دوه ټولگې نوموړي راټولې کړې وې،خو د يوې ټولگې ليکوال محبوب شاه محبوب په خپله دى.
      د ټولگې څو کيسې مې چې ولوستې د ده د عمر په نسبت ډيرې پښې او کره ښکارېدې، محبوب شاه محبوب دادى  څو ورځې وړاندې د گورگورې په نامه يوه نوې شعر ټولگه راته مخې ته کيښوده،د نوموړې ټولگې يوه ډيره عجيبه ځانگړتيا دا ده چې دا ټولگه چې نوم يې گورگورې دى په يو نوي شعري فورم ليکل شوې،چې ټکوريزې نوم ورکړل شوى.
       خداى(ج) شته زما لپاره د ټکوريزې نوم او جوړښت(فورم) بيخي نوى دى،دغه فورم يو څه د ټپيزو سره ورته والى لري.
        هر نوى شى ښه وي خو د ښه والي تر څنگ  يې رامنځ ته کول او په کې پرمختگ هم يو څه ستونزمن وي،خو دلته دغه واقعيت يو څه برعکس ښکاري،او هغه دا چې محبوب شاه محبوب په ټکوريزو کې ښه پخه او خوندوره شاعري کړې.

د بيلگې په توگه

چې زما په نوم شوې
مينه کې شوم شوې
ريښتيا به وايي
اوس نو د کوم شوې
ښه شوه چې ته راته معلوم شوې
نور دې د زړه په کور کې زه کله ساتمه

       د شاعر په ټکوريزو کې بيلابيل موضوعات بحث شوي خو تر کومه حده چې ما ولوسته د عشقي شاعرۍ برخه پکې يو څه درنه ښکار.
      د نوموړي د شاعرۍ منځپانگه که هر څه ده خو که سړى يې ولولي يو بيل خوند ترې اخيستى شي،د ده په ټکوريزو کې يوه بيله ښکلا پرته ده چې هر څوک مجبوري چې ويې لولي، د محبوب د شاعرۍ يوه بله ښه ځانگړنه دا ده چې پکې د پښتو ژبې خوندورې لنډۍ په يو خوندور او مناسب انداز ځاى پر ځاى شوي.
       زه گران محبوب شاه محبوب ته د دې ښکلې ټولگې د چاپ له امله مبارکي وايم،د ده د ځوان استعداد د لا غوړيدا او پرمختګ په هيله

په پښتني کلتوري مينه
عبدالطيف مل شينوارى
جلال اباد د انعکاس راډيو دفتر
1390/04/01