وروستیو ورښتونو؛ مالي او ځاني زیانونه اړولي

وروستیو ورښتونو؛ مالي او ځاني زیانونه اړولي


  • 10 مياشتي دمخه (28/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 635

د هېواد په ډېری ولایتونو کې د وروستیو واورو او بارانونو د ورېدو له کبله هېوادوالو ته په ځینو سیمو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملاجانان سایق وايي،چې د وروستیو واورو او بارانونو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته پر مالي زیانونو سربېره، په دایکنډي او غزني ولایتونو کې دوه تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی:

 «د کب میاشتې له شپږمې څخه تر نهمې نېټې د واورو او بارانونو له کبله له بده مرغه په کندهار، پکتیا، بامیانو او بغلان ولایتونو کې شل کورونه په نیمه توګه ویجاړ شوي دي، همدارنګه په دایکنډي، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د نهو ولسوالیو لارې له مرکزونو سره تړل شوې دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملاجانان سایق وایي چې اوسمهال د ژمي په موسم کې پېښو ته د رسېدو او مدیریت پلان د عملي کېدو په حال کې دی چې په ترڅ کې یې د حکومتي او نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ له زیانمنو سره مرستې او د بیړنۍ سرپناه چمتو کول هم په دغه پلان کې شامل دي:

«پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له ملي او نړیوالو موسسو سره په همکارۍ په تېره یوه میاشت کې له ۳۶ زرو ډېرو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشلې او د مرستو د وېش لړۍ لاهم روانه ده، د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په هر فصل کې احتمالي پېښو ته د رسېدو او مدیریت ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.»

بلخوا د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس  وایي چې د وروستیو درنو واورو له کبله د هېواد یو شمېر لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وې چې ځینې یې بېرته پرانیستل شوې او پر ځینو یې لاهم کار روان دی: «د سالنګونو په ګډون د دایکنډي او بامیانو ولایتونو ټولې لارې د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل په هڅو پاکې او پرانیستل شوې دي، خو د غزني ولایت د ناهور ولسوالۍ لار، د غور ولایت یو شمېر نښلوونکې لارې او د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لاره تر دې مهاله د ټرافیکو پرمخ تړلې دي، خو د ټولګټو وزارت اړوند ټول ولایتي پرسونل هڅې کوي چې یادې لارې له واورو څخه پاکې او خلکو ته ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې کړي.»

د یادونې وړ ده چې د اټکلونو پربنسټ په راتلونکو ورځو کې هم د هېواد په ډېری ولایتونو کې د واورو او بارانونو ورېدو احتمال شته چې دغو اورښتونو خلک د راتلونکي کال لپاره هیله‌مند کړي دي.