د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ۹۴ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ۹۴ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.


  • 3 کاله دمخه (21/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1326

سمسور (چهارشنبه د غویي ۱)د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د دې پروژو د تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل: «دا ۹۴ ‏پروژې چې ټولیز لګښت یې ۱ میلیارد او ۴۵ میلیونه افغانۍ دی او ۱۰ سلنه د خلکو ونډه هم په کې ده، ‏په بدخشان، بادغیس ، بغلان ، فراه، غور، کابل، کندهار، کاپیسا،خوست، کونړ، کندز، لوګر، ننګرهار، ‏پکتیا، پنجشیر، پروان، تخار، میدان وردګو، غزني، لغمان، پکتیکا، نورستان او زابل ولایتونوکې ‏تطبیقېږي.»

د نوموړي د مالوماتو له مخې، چې په دې پروژو کې د محافظتي او استنادي دېوالونو، د اوبو لګولو ‏کانالونه، ترانسپورتې پلونه، د دویمې درجې کلیوالي سړکونه، ګبیوني او بولډر دېوالونه، کانکریټي ‏سړکونه، کاریزونه او سربندونه شامل دي.