د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ژمي تر را رسېدو مخکې د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره پر بېړنیو اقداماتو او ګډ کارکولو ټینګار کړی دی.
نوموړې دا څرګندونې د ا.ا د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې دي.
هغې ویلي، چې یوناما به له تمویلونکو هیوادونو سره خبرې وکړي، څو پراختیایي پروژې تمویل کړي او د پیسو جریان بېرته عادي حالت ته را وګرځوي.
په همدې حال کې عبدالکبیر له یوناما غوښتي، څو له روان بحران څخه د وتلو لپاره د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصولو لپاره پر امریکا فشار راوړي.