- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- خان ولي خان بشرمل
- 1251
له دولتونو سره د اړیکو د تحلیل، اټکل او سمون په برخه کې کلیدي ملي علمي ادارو ته اړتیا لیدل کېږي. موږ په دې برخه کې د ادارو هیڅ او ډېر لږ متخصصان لرو. زموږ د پوهنتونونو تحقیقي مرکزونه کولای شي چې تر یوه حده دا تشه ډکه کړي. د دې امکان هم شته چې په دې کار سره له پوهنتونونو فارغ شوي کادرونه هیله پیدا کړي چې په ملي نهادونو کې ځای پر ځای او د راتلونکې پیاوړيو ادارو بنسټونه کېږدي، خو دا هلته کېدای شي چې زموږ په ښارونو کې له دېوالونو او لوحو د مونوګراف لیکلو هغه ادرسونه ړنګ شي چې ځوانان مو له ابتکاري فکره را ګرځوي.
دغسې عناصر چې علمي فساد کوي باید مجازات شي. زموږ متخصصان یا ګوتشمېري اړوند اورګانونه «ادارې» باید دا مالومات ولري چې ولسمشر ټرمپ څنګه او ولې واک ته راغی؟ دا هر څه کېدای شي له موږ سره په دې حساسو شرایطو کې مرسته وکړي چې د ولسمشر ټرمپ راتګ تحلیل کړای شو.
د دې تحلیل په چوکاټ کې موږ کولای شو چې د امریکا او افغانستان د اړیکو تر منځ یوې مناسبې محاسبې ته لاره هواره کړو. دا محاسبه به د سولې په برخه کې د حکومت او ولس مشارکت یقیني او د دولتسازي بهیر به ګړندی کړي. دا تحلیل باید موږ ته روښانه کړي چې ایا دا ډول راتګ د امریکا او افغانستان له سټراټېژیک تړون سره رابطه لري که نه؟ زموږ نهادونه باید زموږ له امریکا او د امریکا له نړۍ سره د اړیکو د تحلیل له ظرفیته برخمن واوسي.
مالومه خبره ده چې د چین او هند جغرافیه او نفوس له امریکا زیات دي، خو په سټراټېژیکه توګه دواړه د امریکا ملګرتیا ته لېواله دي. موږ باید د دې سټراټېژیکې ملګرتیا تر شا پټ سبب تحلیل کړو. باید محاسبه وشي چې هغه څه دي چې امریکا د افغانستان په وجود کې لیدلي دي؟ ایا دې محاسبې ته موږ کوم ډول کریټریا لرو؟ یا دا چې ایا کله مو دا تحلیل او محاسبه کړې ده چې موږ باید د نړۍ له یوازېني قوت سره څنګه اړيکه ولرو او د دې روابطو اغېز به زموږ پر ګاونډیانو څه وي؟
صدراعظم ليکیونیاو په خپل کتاب «له درېیمې نړۍ تر لومړۍ» کې د یو انځور په اړه پر ۲۳۷ مخ د ولسمشر رېګن په اړه لیکي؛ له خپل امریکايي ملګري رېګن سره په سپینهماڼۍ کې ولاړ یم. لي خو سنګاپور د پرمختګ تر کچې ورساوه، مګر زموږ والو هم له رېګن سره کتل خو ګټه مو څه وه؟ ایا د دې ډول روابطو پرتلنه په کار ده که نه؟
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید له سترو او سیمهیزو قوتونو سره زموږ د طرف یا بېطرفه کېدو قیمت مالوم کړي. له بده مرغه موږ د تاریخ په اوږدو کې په بېطرفي او طرف کېدو کې ډېر تاوانونه کړي دي. د دې یوازېنی علت زموږ ناکامه بهرنۍ تګلاره ده. بدبختانه زموږ تېرې تاریخي تېروتنې موږ ته د خپلو سختدریځه ګاونډیانو له خوا ټولهیز شعوري د یو ښه فرهنګ په حيث را پېژندل شوې دي چې له امله یې د عصري غوښتنو د ځوابولو په مرحله کې له سترې ناکامي سره مخ شوي یو. دې پرلهپسې تېروتنو له موږ له عیني شرایطو سره سم د محاسبې کولو مهارت اخيستی دی.
ولسمشر ټرمپ ته د یو فرد او راتګ ته یې د یو تصادف په سترګه کتل، سیاسي تېروتنه ده او زموږ اوږدمهاله ګټې له تاوان سره مخ کوي موږ باید له ځان سره دا تحلیل وکړو چې نن روسیه او چین ولې د طالبانو سولې ته رابللو زیار باسي. ایا دا هغه څه نه دي چې ټرمپ یې په خپله تګلاره کې چې د ټرمپ د جنوبي اسیا تګلارې په نامه یادېږي، یادونه کړې وه. ټرمپ د طالبانو د ځپلو او په وروستۍ مرحله کې یې د طالبانو د سولې مېز ته رابللو یادونه کړې وه او باید دقیق شو چې ولې روسیه او چین د دې تګلارې د عملي کولو لپاره زیار باسي؟
واضحه خبره ده چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به په سیمه کې د امریکا نفوذ هم کم شي او دا هغه څه دي چې روسیه او چین یې غواړي، خو ایا امریکا په افغانستان او سیمه کې خپلې سټراټېژیکې موخې تر لاسه کړې دي؟ امریکا په افغانستان کې له کمیته په کیفیت ته بدلېدو ده. دا هغه څه دي چې د یو باثباته افغانستان زېری له ځان سره لري. په دې ځای کې باید افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر سټراټېژیکو موخو ته متوجه شي څو وضعیت په خپله ګټه را وڅرخوي. یانې د نړیوال ټروریزم او داعش پر ضد په نظامي، ظرفیتسازي او اقتصادي برخو کې د خپلې مبارزې پر بنسټ د خپلو قربانیو قیمت ټاکل په پام کې ولري. ولسمشر ټرمپ هم افغانستان ته د یو قیمت له مخې راغلی و.
که افغان سیاستوال او متخصصان دې باریکي ته متوجه نهشې؛ نو امکان لري که ټرمپ بیا ولسمشر وټاکل شي، بیا د راتلونکې ۵ کالو لپاره افغانستان ته هیڅ را نه شي، ځکه دی د امریکا قانون نهشې تعدیلولای او نه غواړي چې د موجوده قیمت په بیه افغانستان ته راشي؛ نو د افغانستان له نورو هېوادونو سره اړیکې باید فردي نه، بلکې د دولتونو په کچه واوسي.
ټرمپ د ولسمشر تر څنګ یو پانګهوال هم دی، ایا هغه شرایط چې ولسمشر ټرمپ په خپله تګلاره کې د جنوبي اسیا لپاره چمتو کړي وو، د افغانستان له خوا څومره پوره شوي دي چې موږ د دې تګلارې او سټراټېژیک تړون شرایط له ځان سره تحلیل نه کړو، امریکا سره په تېره بیا د ولسمشر ټرمپ په دوره کې مخکې تلل له ستونزو ډکه خبره ده.
د ټرمپ د بیا ولسمشر کېدو لپاره ښايي چې دی په افغانستان کې پر ځینو مسایلو ځان غلی او په ځینو برخو کې افغانان د خپل راتلونکي واک په موخه له تاوانونو سره مخ کړي. د افغانستان متخصصان باید د دې تاوان د را کمولو لپاره اماده ګي ونیسي.
د ولسمشر ټرمپ ځینې اقدامات به افغانستان له ننګونو سره مخ کړي او له نېکهمرغه ولسمشر غني پردې پوهېږي او په مقابل کې یې د لا کمو منفي اغېزو په موخه تدابیر نیول شوي دي، خو دا اقدامات به د سیسټمسازي پر پیاوړتیا څومره منفي اغېز وکړي، جدي بحث دی.
که د امریکا راتلونکي سیاسي کشمکش ته وکتل شي؛ نو ټول هغه نوماندان چې د ولسمشريزو ټاکنو په بهیر کې دخیل یا ځانونو یې د ګټلو په موخه کاندید کړي دي، افغانستان ته اړتیا لري او موږ دوی ته اړتیا لرو، مګر د دې نوماندانو تر منځ غوره انتخاب ولسمشر ټرمپ دی.
که افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ راتګ تحلیلوو، اړینه ده چې د ده له حرکتونو تر خبرو او ایجنډا پورې هر څه تحلیل شي. ده د افغانستان په خاوره په یو نظامي میدان کې یوازې دوه ساعته وخت تېر کړ، له خپلو نظامیانو سره یې ډوډۍ وخوړه، له دوی یې تشکري وکړه او په عین حال کې یې له ولسمشر غني سره ولیدل. یانې د ده راتګ تر یو کمپایني راتګ پورې محدود وو. د خبرو منځپانګه هم د نظامیانو پر وتلو او د طالبانو پر اوربند قانع کولو را څرخېده، خو د دواړو مشرانو له خبرو داسې ښکاریده چې د خبرو په منځپانګه مخکې له مخکې تفاهم شوی وو. دا هماهنګي د ولسمشر غني، پینټاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د متخصصانو تر منځ کېدای شي.
ټرمپ وویل چې له افغانستانه به نظامیان وباسي او ولسمشر غني وویل چې په راتلونکيو دريو میاشتو کې داعش ته په ټول افغانستان کې ماتې ورکوو. بل لوري ته ولسمشر ټرمپ وویل طالب اړ دی چې اوربند وکړي. ولسمشر غني وویل چې سولې ته شرایط باید د افغانستان په خوښه وټاکل شي. امریکايي ولسمشر افغان او امریکايي ځواکونه دواړه وستایل او ولسمشر غني وویل چې د امریکايي قواوو له ملاتړه مننه او د افغان ځواکونو پر مېړانه ویاړي. له دې ښکاري چې امریکا او افغانستان د اوږدمهاله سیسټماټیکې ملګرتیا په لټه کې دي، ځکه د دواړو ولسمشرانو له خبرو ښکارېده چې ګاونډیان هم د دې ناورین د پای ته رسولو په بهیر کې باید را ښکېل شي.
د ټرمپ د راتګ په اړه نړیوالو رسنیو ډېر تحلیلونه کړي او دا یې یو غیر اعلان شوی سفر ښوولی، خو بیا د افغانستان ګاونډیانو دا یو حیرانوونکی سفر انګېرلی دی. دا چې د دې سفر مثبت او منفي اغېزې به کله را څرګندېږي، د افغانستان په بهرنۍ پالیسي او د سیاستوالو په بصیرت پورې تړلې ده، خو موږ باید د امریکا له موجوده مجبوریتونو ځان خبر کړو او هغه دا چې امریکا په سیمه کې څه غواړي، باید مالوم شي. که دې پوښتنې ته ځواب پیدا شي؛ نو بیا اړینه ده چې د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان د طرف کېدو او یا نه طرف کېدو په اړه په سنجیدهګي پرېکړه وشي. دا کار به افغانستان د امریکا له اوږدمهاله ملاتړه برخمن کړي او زموږ روابط به له امریکا سره هم تعریف کړي.