ننګرهار کې سختو اورښتونو یو کس مړ کړی او پراخ مالي زیانونه یې اړولي

ننګرهار کې سختو اورښتونو یو کس مړ کړی او پراخ مالي زیانونه یې اړولي


  • 8 مياشتي دمخه (31/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 238

د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي پرون رسنیو ته ویلي، د دغو سېلابونو له امله په لعلپورې ولسوالۍ کې یو کس مړ شوی دی.

ځايي چارواکو ویلي، چې د دغو اورښتونو او سېلابونو له کبله د اوښتو مالي زیانونو کچه ډېره ده.‌

سرچینې د اوښتو زیانونو د کره شمېرې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

تېره اوونۍ په ځینو شمالي ولایتونو کې هم سیلابونو مرګ ژوبله اړولې وه.   

تېره چهار شنبه په فاریاب کې د سېلابونو له کبله زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې او ځینې څاروي تلف شوي وو.