خوست کي د علي وزیر د نیولو په غبرګون کې لاریون وشو

خوست کي د علي وزیر د نیولو په غبرګون کې لاریون وشو


  • 4 کاله دمخه (19/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1224

 

خوست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له اعلان شوي دریځ سره سم د یاد غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د بې ګناه نیونې په غبرګون کې پراخ ولسي لاریون وشو.

د لاریون پر مهال د علي وزیر او پي ټي ایم د نورو نیول شویو غړو د ازادېدو لپاره غږ پورته شو، له پښتنو سره د پاکستاني ریاست روان تشدد وغندل شو او په ټوله کې له پي ټي ایم ملاتړ اعلان وشو.

لاریون ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په انلاین وینا کې وویل چې لر او بر یو افغان دی، موږ ټول له شریک دښمن او ناورین څخه کړیږو او درد مو هم شریک دی، نو په کار ده چې نور لر او بر ټول افغانان د ظلم پر وړاندې یو ځای ودرېږو.

همدا رنګه د یاد لاریون ګډونوالو د غزني خونړۍ پېښه وغندله او په یو غږ په هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتونکي شول.