د اسلامي امارت مشر د اوسني نظام پر ساتنې ټینګار کړی او د ولس د حقونو ساتنه، له امانتونو څارنه او مراقبت یې د نظام مسوولیت بللی دی.
شېخ هبتالله اخندزاده په خپل اختریز پیغام د امیر له لوري د فرمانونو او حکمونو پر اطاعت هم ټینګار کړی او دا یې "واجب او لازم" ګڼلی دی.
د اسلامي امارت مشر له امنیتي او ملکي کارکوونکو غوښتي چې خپلو دندو ته جدي پاملرنه وکړي او یو د بل په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
نوموړي همدارنګه مسوولین مکلف ګڼلي چې خلکو ته صادقانه خدمت وکړي او له هر ډول غفلت څخه ځان وساتي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په وار، وار ټنیګاری کړی چې مسوولین دې د اوسني نظام ساتنې او خلکو ته د خدمت کولو لپاره هڅې وکړي.