پاکستان د ریچارډ بنټ مخالفت وکړ

پاکستان د ریچارډ بنټ مخالفت وکړ


  • 1 کال دمخه (08/10/2022)
  • سمسور نیوز
  • 834

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا تېره ورځ په افغانستان کې د یوکال لپاره د دغه سازمان د ځانګړي راپور جوړونکي ریچارډ بنټ د دندې غځېدو خبر ورکړی دی.

د بشر حقونو شورا د معلوماتو پر اساس، د افغانستان د وضیعت په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک تصویب شو چې له مخې به یې بنټ د یوکال لپاره نور هم په افغانستان کې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

په ورته مهال دغې شورا د هغو هېوادونو نوم لړ هم خپور کړی چې د پرېکړه لیک د تصویب لپاره یې رایه کارولې وه.

په دغه نوم لړ کې ۲۹ هېوادونو د بنټ ماموریت ته مثبته رایه ورکړې؛ خو د پاکستان، چین او وینزویلا د نوموړي د دندې مخالفت کړی.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د تېر کال مارچ میاشت په افغانستان کې خپله دنده پیل کړې وه.