پاکستان: افغانو زده‌کړیالانو او ښوونکو ته ۱۱۰ تحصیلي بورسونه ورکوو

پاکستان: افغانو زده‌کړیالانو او ښوونکو ته ۱۱۰ تحصیلي بورسونه ورکوو


  • 3 کاله دمخه (09/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1019

کابل کې د پاکستان سفارت وایي، هېواد یې د افغانستان له تحصیلي سیستم څخه د ملاتړ په موخه افغان محصلینو او د پوهنتون استادانو ته ۱۱۰ تحصیلي بورسیې ورکړې دي.

کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې ۱۰۰ بورسیې یې محصلینو او پاتې ۱۰ نورې یې د دوکتورا په کچه د پوهنتون استادانو ته ځانګړې کړي دي.

دا بورسیې لاهور کې د تکنالوژۍ او مدیریت پوهنتون له لوري د طالبانو چارسمبالي حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر عبدالباقي حقاني ته ورکړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال پاکستان کې زیات شمېر افغان محصلین په بېلابېلو برخو کې پر زده‌کړو بوخت دي.