د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۲۳ نور ماشومان چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره د کابل بېلابېلو روغتونونو ته ور وپېژندل.
یادې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره د پلازمېنې شپږ روغتونونو ته ور پېژندل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې د دغو ماشومانو درملنه د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مالي مرسته کېږي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې سلګونه د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان شخصي روغتونونو ته ور پېژندل شوي دي.
پخوا به ټول هغه ماشومان چې پر دغې ناروغۍ اخته وو، بهر ته په ځانګړې توګه جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول کېدل.