ملګري ملتونه: افغانان د اوربند غوښتونکي دي؛ جګړه باید ودرول شي.

ملګري ملتونه: افغانان د اوربند غوښتونکي دي؛ جګړه باید ودرول شي.


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1395

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره کتلي دي.

 

ارګ وایي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې پر راتلوونکو پړاوونو خبرې اترې کړي دي. 

 

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو ماموریت ستاینه کړې او د دوی کړنې یې مهمې بللې دي. 

 

سرچینه وایي، چې همدا رنګه مېرمن لاینس په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی، سوله یې اړینه بللې او د افغانانو د غوښتنې په توګه یې پر اوربند ټینګار کړی دی. 

 

د سرچینې په حواله په دې کتنه کې همدا رنګه دواړو لوریو د همغږۍ او همکارۍ ژمنه کړې ده.