د افغانستان په اړه د مسکو راتلونکې ناسته؛ ټول‌ګډونه حکومت یې اصلي موضوع ده

د افغانستان په اړه د مسکو راتلونکې ناسته؛ ټول‌ګډونه حکومت یې اصلي موضوع ده


  • 1 کال دمخه (01/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 502

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو راتلونکې ناسته کې به د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل اصلي موضوع وي.

ضمیر کابلوف له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې تراوسه په افغانستان کې د دا ډول حکومت د جوړېدو کوم څرک نه‌ لیدل شوی. 

کابلوف زیاته کړې، چې د مسکو فارمټ غونډې ګډون کوونکي به د ټول‌ګډونه حکومت په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي. 

ټاکل شوې، چې دغه غونډه د روان کال د سپټمبر په ۲۹مه د تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شي. 

روسي چارواکو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې وه.

خو سرپرست افغان حکومت تل ټینکار کوي، چې حکومت یې ټول ګډونه دی او په اوس وخت کې اړتیا نه ویني، چې په دې برخه کې کوم ګام واخلي.