تخارۍ نجونې له تعلیم پاتې شوې؛ طالبان یې مکتب ته نه پريږدي

تخارۍ نجونې له تعلیم پاتې شوې؛ طالبان یې مکتب ته نه پريږدي


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1213

 

د تخار ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځیو ته د نجونو زده کوونکو د تګ مخالفت کړی او سلګونه نجونې د ښوونځي په ازموینو کې له ګډون څخه بې برخې شوي.

د تخار د پوهنې ریاست سرپرست حسام الدین نظري وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره پر مخالفت سلګونه نجونې زده کوونکې له زده کړو بې برخې کړي.

نوموړی وایي وسله والو طالبانو له ۷ ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې نجونې په ازموینو کې له ګډون څخه منع کړي او اجازه نه ورکوي چې نور زده کړو ته دوام ورکړي.

خو د بهارک ولسوالۍ د دوه ښوونځیو مدیران وايي چې د طالبانو په نشتون کې یې له یادو نجونو څخه کلنۍ ازموینې اخیستې او هڅه کوي رامنځته شوې ستونزه د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب حل کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.