توماس وېسټ: له افغان حکومت سره تعامل کې باید بشري حقونه په سر کې وي

توماس وېسټ: له افغان حکومت سره تعامل کې باید بشري حقونه په سر کې وي


  • 2 کاله دمخه (11/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 709

سمسور نیوز (۲۰لېندۍ۱۴۰۱) ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، له افغان حکومت سره تعامل کې باید بشري حقونه په سر کې ځای ولري. 

توماس وېسټ د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له اوسني افغان حکومت سره د هر ډول پروګرام په جوړولو او ديپلوماسۍ کې باید بشر حقونه مرکزي ځای ولري.  

نوموړي دغه راز ویلي، چې افغانستان کې لا هم نجونې او ښځې په پوهنې، کار او سیاسي ژوند کې له بې دفاع محدودیتونو سره مخ دي.

نوموړی داسې مهال یادې څرګندونې کوي، ‏چې تر دې وړاندې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په تړاو یوناما هم له ا.ا غوښتي وو، څو د ملګرو ملتونو بشري حقونو نړیوالې اعلامیې درناوی وکړي.  

یوناما ویلي وو، دا هغه مهم سند دی، چې د بشر اساسي حقونه او ازادۍ ټاکي او افغانستان هم لاسلیک کړی، نو باید درناوی یې وکړي.