بې‌پولې ډاکټران: په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لومړنی ماشوم خوست کې زيږېدلی

بې‌پولې ډاکټران: په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لومړنی ماشوم خوست کې زيږېدلی


  • 11 مياشتي دمخه (02/01/2024)
  • بصیره وزیري
  • 465

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وایي، چې د افغانستان په خوست ولایت کې د ۲۰۲۴ کال لومړنی ماشوم زیږېدلی دی.

دغه بنسټ نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې لومړنی ماشوم د دوشنبې ورځ، د جنورۍ په لومړۍ نېټه د غرمې په ۱۲:۰۲ بجو د خوست په ولایتي روغتون کې زیږېدلی دی.

په افغانستان کې د بې‌‌پولې ډاکټرانو ټولنې لیکلي: «په ۲۰۲۴ کال کې نویو زيږېدلو ماشومانو ته چې یو یې هم زبیر دی، تاوده ښه راغلاست وایو.»

په ورته وخت کې د هېواد په ځينو سيمو کې روغتيايي مرکزونو ته د نه لاس‌رسي له امله ښايي دا ادعا سمه نه وي.

د یادونې وړ ده چې لومړی ماشوم په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په پنجشیر کې زیږېدلی و.