- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- سرخط ورځپاڼه
- 1035
پلویانو یې فکر نه کاوه چې مشر به یې د هغو په نوم سیاستوالو ملاتړ اعلانوي چې د افغانستان تر ټولو منفورې سیاسي څیرې دي او د افغانستان په ورانۍ کې یې ښکاره لاسونه د پټولو نه دي. د دغو ځان خوښو سیاستوالو یو شمېر یې تازه د ولس له اوږو کښه کړای شوي او د حساب کتاب د ورکړې لارې ته برابر شوي دي. هسې خو ډېر هوښیاران له اوله پر دې پوهېدل چې همدا ښاغلي د حامد کرزي د ترحم له برکته د نورو د حقونو په تېرولو، ددولتي ځمکو په پلورلو، غصب او توپکماري دومره چاغ شول چې اوس یې لوی اکثریت د شکرې په ناروغۍ اخته دي او د علاج لپاره د پخواني ولسمشر په دربار کې درمل لټوي.
هغه چې د حامد کرزي له درباره لرې شوي د ښاغلي غني د حساب کتاب کوڅې ته برابر شوي دي. ښاغلي کرزي هم ټول پام د موجود حکومت د ستنو د ټینګولو پر ځای د دې دولت پر له منځه تلو او د نظام په کمزوري کولو ور ټول کړی دی. هسې خو له اوله ښاغلي کرزي د خپل واک پر مهال د داسې ټاکنو زمینه برابره کړه چې له کبله یې د ملي وحدت په نوم له هر ې خوا ټکېدونکی حکومت را منځ ته شو.
واک ته د رسېدو په نشه کې د پخواني ولسمشر ناستې پاستې تر بل هر مهال ډېرې شوې دي او خپل ټول پخواني ماموران یې هره ورځ پر دسترخوان ور پنډ وي. پخواني چارواکي یې د پخوانیو پاچاهانو په څېر په دربار کې د ستاینې قصيدې تکراروي او ټول له همدې یوه پیغام سره د ده پر وړاندې غاړې تازه کوي چې د افغانستان او ولس سترګې د ده د دربار د چاپلوسانو په څېر د ده پر لور ور کږې دي.
د ښاغلي کرزي بهرنۍ لیدنې هم زیاتې شوې، خو د حکومت له امتیازونو د لرې پاتې پخوانیو زورواکانو پاللو ته یې لومړیتوب ورکړی. پلویان یې په دې ناڅاپه خوځښت هک پک شول چې له جنګسالارانو د جوړې ټلوالې ملاتړ یې د کوم مجبوریت له مخې کړی او پر کوم ولس د بیا واکمنېدو په تمه یې داسې نادودو ته ملا تړلې.
ولسي تمه دا وه چې له واکه د ښاغلي کرزي په ګوښه کېدو به دی د دې هېواد پر سر هر واکمن ته لار ښيي او د زورواکيو په مخالفت کې به د هر درېدونکي حکومتي چارواکي ملاتړ کوي. ډېرو پلویانو یې دعوه کوله چې د زورواکانو د ځپلو په برخه کې امریکا د پخواني ولسمشر د سیاستونو مخالفت کاوه او نه پرېښودل کېده چې د ملت پر اوږو له سپرو جنګي مشرانو سره حساب وکړي، خو د ده وروستي دریځونه او کړنې ښيي چې پر دې ځپل شوي ملت واکمن کړای شويو چارواکيو د چا له برکته برېتونه تاوول او د کومې ورځې لپاره پخواني ولسمشر پالل.
ښاغلی کرزی به په خپلو راتلونکو کړنو سره لا نور هم وښيي چې د ده د ۱۳کلنې واکمنۍ موخه ملت ته خدمت کول وو، که د شمال، سویل، ختیځ او لوېدیځ د څو ناقانونه پړسېدلو انسانانو د ګټو پالل؟ دی د واک په تنده کې د برحال نظام پر وړاندې د خپل حکومت د پالل شویو بېسوادانو په بېرته منظمولو، د فاسدو کړیو په ستایلو او د لنډهغرو د هر خوځښت ښکاره ملاتړ دا ښيي چې حامد کرزی واک ته د بیا رسېدو په لټه کې د خپلې قرقلي په نوي کولو بوخت دی.
داسې ښکاري چې ښاغلی کرزی هره شپه توت په خوب ویني او فکر کوي چې د روسیې او چین په مرسته به د پخوانیو جنګسالارانو په راغونډولو سره د امریکا شتون او د ولسمشر غني راتلونکی واک وننګوي او ټوله ډله یې موضوع ته له قومي کړکۍ ور دننه شوې، خو امریکا د همدې ټلوالې پر اوږو سپور د افغانستان تر کلیو او بانډو ځان ورساوه او په سیمه کې یې خپل مېخونه ټک وهل او د واشنګټن په هره ناخواله کې د ښاغلي کرزي ټول یاران شامل دي.
ایتلاف او کرزي ناسمه محاسبه کړې او فکر کوي چې په دې سیاسې مانورې سره به نړیوال پام ور جلب کړي او د افغانستان د راتلونکو ټاکنو د یوه اړخ په سترګه به ورته وګوري، خو د تېرو ۱۷کلونو سیاسي پراختیا له برکته په نړۍ سربېره افغانان هم د دغو ځان ته غره سیاستوالو پر وزن او قافیه اوس ښه پوهېږي. دا بېچارهګان په هره ناسته کې ځانونه د ملت استازي بولي، خو پر ټولنیزو رسنیو تر خپلو څرګندونو لاندې د ملت له خوا ورکړل شویو ځوابونو او تبصرو ته یې پام نه دی چې څه ورته لیکي او د دوی لپاره د څه ډول راتلونکي لپاره په بېصبري د انتظار شېبې شماري. ښکاري چې را منځ ته شوې ټلواله د نړۍ پر نبض لا هم نه پوهېږي او په افغانستان کې په روانه لوبه یې سر نه دی خلاص چې له دې ټکي څخه د دوی د سیاسي ماشومتوب درک لګولای شو.
دوی لا هم د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته د کرزي د زمانې د هڅو په سترګه ګوري او باور یې دا دی چې لوبه د دوی په واک کې ده او هر څه د دوی له دم او چوف سره سم پر مخ روان دي، خو نړۍ او افغانستان په تېرو ۴ کلونو کې دومره مزل کړی چې د ښاغلي کرزي د پخوانیو ملګرو لپاره ان د ځان ژغورنې په ډګر کې د منډې فرصت پاتې نه دی.
د افغانستان ټول وګړي اوس پر دې ښه پوهېږي چې ښاغلي کرزي په تېرو ۱۵کلونو کې ډېر کله دې خوا او ها خوا د سیاست ماشومان د خپلې اجنډا لپاره کارولي او ښه بېلګه یې په تېرو ټاکنو کې ډېرو سیالي کونکيو ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکول وو.
اوس یې یو ځل بیا وښووه چې هر وخت کولای شي خپل پخواني ملګري د خپلو موخو لپاره راغونډ او بېرته تیت و پرک کړي. داستاد سیاف او عمر داودزي په مشري د ثبات او حراست په شورا سربېره د ګلبدین حکمتیار په ګډون حزب اسلامي او څو نور مهم اړخونه لوبې ته لږ ډېر ځیر دي او حالاتو ته په کتو سره به دوی هم په راتلونکو میاشتو کې خپل لوری وښيي، خو اوس اوس د ښاغلي کرزي پر محور له را ټولو پخوانیو چارواکيو څخه لار ورکه برېښي او فکر کوي چې په توره شپه کې پر نامالوم لوري بېکپټانه بېړۍ به یې د دې توپاني شوي سمندر یوې مطلوبې غاړې ته ورسوي.
سرخط ورځپاڼه