سمسور نیوز (۱۶لېندۍ۱۴۰۱) افغان الاصله امریکايۍ تبعه عایشه وهاب لومړنۍ افغانه ښځه ده، چې د امریکا د کالیفرنیا ایالت د سناتورې په توګه ټاکل شوې ده.
نوموړې تېره ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خوښه ده، چې د یوې افغان کډوالې نجلۍ په توګه یې هایوارډ ښار کې د یادې شورا غړیتوب ترلاسه کړی دی.
دا مېرمن د دغه ایالت له لسمې ناحیې څخه د سناتورې په توګه ټاکل شوې.
وهاب تر دې وړاندې په «سنفرانسیسکو» کې د «هایوارډ» ښار په شورا کې دنده ترسره کوله.